ads

افغان عسکر د جګړې په لومړۍ كرښه كې

د امنيتي مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو نور خپل پاى ته ورنږدى شوى او د دغه پړاو په بشپړېدو سره به افغان ځواكونه د هېواد په ۷۵ فيصده خاوره بشپړ تسلط ولري. افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد، سره له دې چې افغاني مالكيت تضمينوي، دغه راز افغان سرتيري د جګړې په لومړۍ كرښه […]

نویسنده: TKG
26 لیندۍ 1391

د امنيتي مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو نور خپل پاى ته ورنږدى شوى او د دغه پړاو په بشپړېدو سره به افغان ځواكونه د هېواد په ۷۵ فيصده خاوره بشپړ تسلط ولري. افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد، سره له دې چې افغاني مالكيت تضمينوي، دغه راز افغان سرتيري د جګړې په لومړۍ كرښه كې دروي او دا نېغ په نېغه د دوى د مرګ ژوبلې د زياتېدو او د بهرنيو ځواكونو د تلفاتو د راكمېدو سبب کېږي.

د امنيتي مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو نور خپل پاى ته ورنږدى شوى او د دغه پړاو په بشپړېدو سره به افغان ځواكونه د هېواد په ۷۵ فيصده خاوره بشپړ تسلط ولري. افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد، سره له دې چې افغاني مالكيت تضمينوي، دغه راز افغان سرتيري د جګړې په لومړۍ كرښه كې دروي او دا نېغ په نېغه د دوى د مرګ ژوبلې د زياتېدو او د بهرنيو ځواكونو د تلفاتو د راكمېدو سبب کېږي.

افغان منتقدين او د ملي دفاع وزارت مسوولين په دې عقيده دي چې د جګړې له لومړيو كرښو د بهرنيو ځواكونو شاته تګ د افغان پوځيانو د تلفاتو د زياتېدو عمده او اساسي علت دى.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، سره له دې چې افغان ځواکونه د ۷۵ فيصده خاورې د كنټرول مسووليت لري، ورسره د ۸۰ فيصده عملياتو مشري هم كوي، خو د وسايلو کمښت او نشت د افغان ځواكونو تلفات لوړ كړي دي: (( په تېرو مياشتو کې مو هره مياشت شاوخوا ۱۱۰ عسکر( د اردو) وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ هم پوليس وژل شوي دي.))

که چېرې د جنرال عظیمي له لوري ارایه شوي ارقام تحلیل او تجزیه کړو، نو د افغان  عکسرو( پولیس او اردو) د تلفاتو منځنۍ شمېره په مياشت كې ۳۰۰ تنو او په كال كې ۳۶۰۰ تنو ته رسي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان  ۲۰۱۲میلادي کال له پيله د ډسمبر تر لومړیو ( د ۱۳۹۰ له جدي د ۱۳۹۱ تر لیندۍ تر پایه) ايله شاوخوا ۴۰۰ تنه بهرني سرتېري او له ۱۳۸۱ تر اوسه ( ۱۳۹۱- لیندۍ) ټول ټال ۳۰۰۰ امريكايي عسکر وژل شوي دي.

د افغان او بهرنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې ترڅنګ په جګړه كې د طالبانو او بهرنيو ځواكونو له لوري اوښتي ملکي تلفات بیا د سږني ۱۳۹۱ کال په لومړیو دریو میاشتو( حمل، ثور، جوزا) کې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د راپور په حواله ۱۳۵۲ تنه ثبت شوي دي، نو که چېرې دا رقم په څلورو کې ضرب کړو په کال کې ۵۴۰۸ تنه کېږي، که بیا هم دا موضوع فرضي وګڼو، نو د بشري حقونو او نورو سازمانونو کلني راپورونه ښيي چې هرکال تر ۲۵۰۰ تنو زیات ملکي افغانان په جګړو کې وژل کېږي او تر ۳۰۰۰ زرو نور ټپیان وي. دا استدلال ځکه کوو چې د بشري حقونو د کمسیون اجراییوي ريیس موسی محمودي د ارزونۍ جزییات له ځانه سره لرو. نوموړی وايي: (( د وړاندې شویو امارو له مخې د سږني کال له پیله تر اوسه ۲۳۰۰ تنه د وسله والو نښتو، د سړک د غاړې بمونو او بمباریو په نتیجه کې ټپیان شوي دي.))

له دغې عمومي ارزونې مو مقصد دا دی که چېرې په کال کې د ۵ زره ملکي افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پر شمېرې ۳۵۰۰ پوځي تلفات هم ورزیات کړو د جګړې وژنې به ۸۵۰۰ ته ورسېږي او که چېرې یوه کورنۍ بې سرپرسته شوې وي او د کورنۍ د وګړو لپاره یې اوسطه شمېره پنځه تنه په نظر کې ونیسو په کال کې ۴۲۵۰۰ افغانان بې سرپرسته کېږي، د طالبانو وژل کېدل خو پرځای پرېږده چې ایا هغوی به هم د کورنۍ غړي او ماشومان ولري او که نه؟

دا دومره خبرې د دې لپاره کوو چې له ځینو وژنو څخه مخنیوی په دې کېدلی چې د عملیاتو پرمهال دقت وشي او د جګړې لوري ښه تعلیم او تربیه، وسایل او امکانات په اختیار کې ولري.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي هم په همدې خبره ولاړ دی، نوموړی وايي که امریکا د افغان ځواکونو د تمویل او روزنې په برخه کې خپلې ژمنې عملي كړي، نو د تلفاتو مخنيوى به دومره مشكل نه وي:(( لږ تر لږ تر ۲۰۱۴ وروسته هوايي ځواك ته ډېره اړتيا ده، امريكا تر ۲۰۱۶ پورې د ۱۵۰ الوتكو ژمنه كړې، خو هڅه كوو دا موده رالنډه كړو.))

د پوځي چارو ماهرین هم ورته نظر لري، خو په دې توپیر چې که له یوې خوا بهرنیو ځواکونو افغان عسکر په میدان پرېښي له بلې خوا چریکي عملیاتو او د طالبانو له لوري د سړک د غاړي بم اېښودنې هم زیاتې شوې دي.

په ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو د مخکیني قومندان جنرال امين الله امرخېل په وینا تر اوسه ۲۵۰ پوځي قرارګاوې د بهرنيو ځواكونو له لوري افغانانو ته سپارل شوي دي: (( تلفات طبعا چې ډېر شوي، خو په مستقيمه جګړه كې نه، بلكې د سړك غاړې ماينونو چې د خنثى كولو وسايل يې نشته، دومره تلفات اړولي، كه وسايل، تجهيزات او د روزنې په برخه كې نوي تشكيلات رامنځته شي، فكر نه كوم كه دومره تاوان بيا ووينو.))

خو عبدالله کمال چې ((په پوځ کې د زیاتو تلفاتو عوامل)) تر سرلیک یې يوه مقاله هم کښلې، د استدلال په توګه ليكي چې د اردو او پولیسو قومندانان د تلفاتو په اړه نه پوښتل کېږي، د ده له نظره ډېری وخت تلفات د قومندانانو د غفلت په نتیجه کې هم اوړي: ((زما له نظره په ملي اردو او پولیسو کې د عسکري اصولو نه رعایت او له قومندانانو څخه د تلفاتو په اړه نه پوښتنه د تلفاتو د زیاتوالي سبب کېږي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA