فارن پاليسي خپرونې د هغه پلان جزيات څرګند کړل، چې تېره اوونۍ د ترکيې په انقره کې د افغانستان او پاکستان مشرانو پرې موافقه وکړه. فارن پاليسي خپرونې د دې پلان، چې د سولې عالي شورا ترتيب کړى او پاکستان ورسره موافقه کړې، جزيات ترلاسه کړي دي.
فارن پاليسي خپرونې د هغه پلان جزيات څرګند کړل، چې تېره اوونۍ د ترکيې په انقره کې د افغانستان او پاکستان مشرانو پرې موافقه وکړه.
فارن پاليسي خپرونې د دې پلان، چې د سولې عالي شورا ترتيب کړى او پاکستان ورسره موافقه کړې، جزيات ترلاسه کړي دي.
ياده خپرونه وايي، چې د افغانستان او پاکستان د جمهور رئيسانو په پلان کې پنځه مرحلې په پام کې نيول شوي دي.
ويل شوي، چې په لومړي پړاو کې به د يو بل پر خاورې بريدونه درول کېږي، پاکستان به طالب بنديان افغانستان او يا درېيم هېواد ته سپاري او پر طالبانو به فشار زياتوي، څو له القاعدې سره خپلې اړيکې پرې کړي.
په دويم ګام کې د خبرو لپاره طالب مرکچيانو ته د لارې ورکول، له طالب مرکچيانو سره د اړيكې ټينګول، د سولې د پروسې پر شرايطو موافقه او د ملګرو ملتو نو، همدرانګه د امريکا له تورو لېستونو د نورو طالبانو د نومونه ايستل شاملېږي.
د پلان په درېيم پړاو کې ويل شوي، چې اوربند به ټينګېږي او د جګړې د نه کولو په شرط به طالب بنديان خوشې کېږي.
د دې پلان په څلورم پړاو کې د سولې پر پروسې د نړيوالې څارنې غوښتنه او په پنځمه مرحله کې د انتقالي عدالت د اجرا کېدو يادونه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

