د بهرنیو ځواکونوعمومي قومندان جنرال الن او د دې هېواد لپاره د ناټو ملکي استازي د ليندۍ په ۱۸ مه د لېږد د ګډ بورډ، په شپږمه غونډه کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال مخکیني پړاونه بریالي وبلل او د څلورم پړاو لپاره یې د سیمو د مشخص کېدلو غوښته وکړه، خو په يو شمېر ولايتونو كې خلك ادعا کوي چې تېر پړاونه د ډېرې چټکتیا او د افغان ځواکونو د نه تجهیز له کبله له ستونزو سره مخ وو.
د بهرنیو ځواکونوعمومي قومندان جنرال الن او د دې هېواد لپاره د ناټو ملکي استازي د ليندۍ په ۱۸ مه د لېږد د ګډ بورډ، په شپږمه غونډه کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال مخکیني پړاونه بریالي وبلل او د څلورم پړاو لپاره یې د سیمو د مشخص کېدلو غوښته وکړه، خو په يو شمېر ولايتونو كې خلك ادعا کوي چې تېر پړاونه د ډېرې چټکتیا او د افغان ځواکونو د نه تجهیز له کبله له ستونزو سره مخ وو.
ناټو او امریکايي چارواکو یو ځل بیا هیله وښوده چې جمهور رئیس کرزی به د لېږد څلورم پړاو ژر اعلان کړي، د ناټو عمومي قومندان جنرال جان آلن وویل چې د انتقال پړاونه تر اوسه په پوره همغږغۍ ترسره شوي: ((موږ له لومړي پړاو تر درېیم پړاو پورې د امنیتي مسوولیت د انتقال د تطبیق په برخه کې له نږدې کار وکړ او فکر کوم دا ډېره ضروري ده، یاده یې کړو چې د هر پړاو په عملي کېدو سره د افغانستان د خلکو د امنیت د خوندې کولو لپاره د پام وړ پرمختګونه شوي دي.))
دا لا معلومه نه ده چې د امنیتي مسوولیتونو څلورم پړاو به کله پيلیږي، خو د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي “موریټس یوخمز” بیا هیله من ښکاري چې دا موضوع د روانې میلادي میاشتې تر پایه روښانه شي.
دا په داسې حال کې ده د خلکو په خبره د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په پروسه کې د بهرنیانو بیړه د دې سبب شوې چې د ځینو سیمو امنیتي حالات ښه نه، بلکې لا پسې کړکېچن او خراب شي.
د کلید موندنې ښيي چې کندوز د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په درېیم کې شامل او له خان آباد ولسوالۍ پرته د دغه ولایت د مرکز او پنځو ولسوالیو امنیتي مسوولیت د چنګاښ په میاشت کې افغان عسکرو ته لېږدېدلی دی، خو په دغه ولایت کې خپلسره ملېشې لا هم پر خلکو حکومت کوي.
د كندوز ولايت اوسېدونكى عطاالله همدا خبره کوي، نوموړي کلید ته وویل چې د امنيتي مسووليتونو د انتقال بهير تر وخت مخكې او چټک په کندز کې عملی شوی دی: (( په دغه ولايت كې طالبان او اربكي( خپلسره وسله وال) دواړه موجود دي چې د دواړو له لوري خلكو ته ګواښ پېښ دی.))
د عطاالله استدلال دا دی چې لومړی باید په سیمه کې د خپلسرو وسله والو مليشو او طالبانو ټغر ټول شوی وای او بیا وروسته د لېږد ترسره شوی وای، نوموړی وايي: (( دوی( خارجیان) د دې لپاره چې د جګړې بار په نورو واچوي، شله دي چې هر چېرته امنیتي مسوولت انتقال شي، اوس راشئ او د کندز حال وګورئ، ټول واک د ملېشو سره دی.))
د كندوز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي چې د امنیتي مسوولیتونو لېږد د دوی لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې.
د دشت ارچي ولسوالۍ د كندهار كلي اوسېدونكى ګل اغا وايي چې چارواکي تش په نامه د امنیت لاپي وهي: (( زموږ دا حال دی، څوك چې له مركز كندوز څخه راوځي، نو تر کوره یې د ناامنۍ بلا پر سر سيورى غوړولی وی، د عمومي سړک پر سر مخ پټي غله ناست وي، نه یوازې نارینه بلکې د ښځو تلاشي هم اخلي.))
د د شت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين هم وايي چې امنیتي ستونزې شته:((دلته چې زموږ ګزمه نه وي، غله په منډه د سړك سر ته راوځي يو يا دوه موټره لوټ كړي، امنيت چې ښه شي غله به پخپله ورك شي.))
خوهغه وخت چې په کندوز کې امنیتي مسوولیتونه افغان عسکرو ته انتقالېدل، والي محمد انور جکدلک وویل چې افغان ځواکونه باید په ښو وسلو سمبال شي.
والي ویلي وو:(( د امنیت له ښه کېدو سره بیا هم په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې شته، افغان ځواکونه د مقابلې وس لري، خو په کندوز کې د تجهیز او روزنې په برخه کې ډېره اړتیا ده او یوه قول اردو باید په کندوز کې ایجاد شي، څو د کندوز، تخار، بدخشان او بغلان په ولایتونو نظارت ولري.))
د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د درېیم پړاو په ترڅ کې د لیندۍ په لومړۍ نېټه د خوست ولایت امنیتي مسوولیتونه هم افغان عسکرو ته انتقال شول. د خوست والي عبدالجبار نعیمي د دغه ولایت د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پرمهال ډاډ ورکړ چې افغان عسکر د امنیت د ټینګښت قابلیت لري، خو ورسره ورسره یې په ښو وسلو د افغان عسکرو د سمبالولو هم وویل.
د خوست اوسېدونکي که څه هم په دغه ولایت کې امنیتي حالات ښه بولي، خو بیاهم شکایت کوي چې د لېږد با وجود، بهرني ځواکونه لاهم په سړکونو او کورونو کې د خلکو تلاشي اخلي.
د خوست ولايت د مركز متون اوسېدونكى محمد رسول مجبور همدا خبره کوي. د نوموړي په خبره د دغسې امنیتي انتقال څخه نه انتقال بهتره وو: ((په ښار کې اوس هم د دوی ګزمې دي، څو ورځې مخکې یې زما ټكسي موټر په سپيو تالاشي كړ، ښځې هم راسره وې، دوى زموږ دودونه نه پېژني، دا نو څه ډول انتقال شو.))
د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو او د دغه ولایت اب کمري ولسوالي د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په لومړي پړاو او د دغه ولایت پاتې نورې سیمې د لېږد په درېیم پړاو کې د روان ۱۳۹۱ کال د لړم په میاشت کې شاملې شوې.
خو ولایتي چارواکي اوس وايي چې د دې ولایت په سلو کې دېرش برخه د طالبانو په ولکه کې ده. دا خبره د بادغیس ولایت د والي مرستیال عبدالولي صابر رسنیو ته کړې ده. نوموړي ویلي: (( پینځه ویشت فیصده سیمې د طالبانو په ولکه کې دي، پنځه فیصدو نورو کې هم طالبان تګ راتګ کوي، یعنې دا سیمې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.))
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازې صفیه ایماق دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ بولي. نوموړې وايي: ((که چېرته خلکو مقاومت نه وای کړی، باور وکړئ چې بادغیس به سقوط کړی وای.))
بالامرغاب، قادس، جبن او مقر هغه سیمې دي چې طالبان په کې دېر فعالیت لري.
د چنګاښ په ۲۷مه چې په روزګان ولایت کې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد درېیم پړاو ترسره شو له خلکو سره د کلید مرکو وښوده چې د دغه ولایت اوسېدونکي د دې پلویان وو چې د دغه بهیر له لېږد سره جوخت باید افغان ځواکونه تجهیز شوي هم وای.
د جاوید په نوم یوه تن روزګاني کلید ته ویلي وو، که څه هم د بهرنیانو حضور په دغه ولایت کې د امنیت په ټینګښت کې تاثیر نه ښندي، خو د لېږد بهیر چې چېرته پلی کېږی، باید په کمي او کیفي لحاظ افغان عسکر اماده وي: ((په ارزګان کې د ناامنۍ لپاره ډېره زمینه شته، زما په فکر دلته د امنیتي مسوولیتونو لېږد په بیړه ترسره شوی.))
د چنګاښ په میاشت کې دا اندېښنه یوازې په روزګان ولایت پورې محدوه نه وه، بلکې په لوګر کې هم ورته اندېښنې احساسېدلې. د لوګر والي طاهرخان صبري له رسنیو سره ویلي وو چې په دغه ولایت کې د انتقال پروسه په بیړه ترسره شوې ده، خو هماغه وخت یې بیا له کلید سره په ظاهره له دغې پروسې هرکلی وکړ، هغه کلید ته ویلي وو: ((زموږ غوښتنه دا وه چې لومړی دې په دې ولایت کې محلي پولیس تقویه شي، اوس چې دا کار نه دی شوی، ستونزه نه ده، موږ ترې هرکلی کوو.))
د لوګر اوسېدونكى سيد بكتاش چې د ناامنۍ له وېرې په کابل کې اوسي وايي: (( هغه وخت كولاى شو د لېږد پر بهير او پر افغان ځواكونو باور وكړو چې دوى ته كافي تجهيزات په واك كې وركړل شي.))
د غزني ولايت اوسېدونكى شاه ولي هم ورته شکایت لري او وايي: (( چارواكي د امنيت چيغې وهي، خو ناامنۍ پوزې ته راوستي یو: (( له سالارو ولسوالۍ غزني ته نشې تېرېدای، ځای ځای طالبان ولاړ وي.)) خو د جلال اباد اوسېدونکی سباوون بیا وايي چې(( د امنیتي مسوولیتونو په انتقال سره په وضعیت کې توپیر نه دی راغلی.))
دا په داسې حال كې ده چې د یو شمېر ولايتونو سيمه ييز امنيتي چارواكي بيا له نړيوالو سرتېرو افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د انتقال بهير په مشروط ډولی بريالى بولي.
د پكتيكا ولايت امنيه قومندان دولت خان ځدران وايي، په دغه ولايت كې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پړاو بريالى دی: (( يوازې تجهيزاتو ته اړتيا لرو چې بايد افغان ځواكونه په مډرنو وسلو سمبال شي څو له دې اړخه هم دوى پر ځان بسيا واوسي.))
ځدران د كورنيو چارو د وزير لوى پاسوال مجتبى پتنګ د هغه پلان هركلى وكړ چې له مخې يې سيمه ييز پوليس په ملي پوليسو كې مدغم كېږي: (( په پكتيكا كې سيمه ييزو پوليسو ښه پايله درلوده كه مستقل وي او كه په ملي پوليسو كې مدغم شي، خپل اغېز به ښندي.))
د زابل د والي مرستيال جان محمد رسوليار هم وايي چې په دغه ولايت كې د امنيتي مسووليتونو د انتقال بهير ښه ترسره شوى، امنيت هم ورسره بهتر شوى خو لا هم افغان امنيتي ځواكونه د اړتيا وړ مډرنې وسلې نه لري.
په همدې حال كې د کاپیسا ولایت چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونه کولی شي چې د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته د دې ولایت امنیتي وضعیت کنټرول کړي.
والي محراب الدین صافی وايي، له سیمې د فرانسوی ځواکونو له وتلو وروسته هم په دې ولایت کې کومه امنیتي ستونزه نه لیدل کیږي، خو په همدې مهال دا اعتراف هم کوي چې لا هم افغان ځواكونه د كاپيسا ولايت د ۶۰ فیصده برخې واك لري.
نوموړى زياتوي، هڅه كوي په لرې پرتو سيمو كې هم امنيت ټينګ كړي.
له بل لوري پوځي شنونكي نيوكه كوي چې له نړيوالو ځواكونو افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير د افغان ځواكونو تر پوره تجهيزولو مخكې عملي شوی، نو له همدې کبله ده چې ځینې ستونزې موجودې دي.
جنرال عتيق الله امرخېل وايي، كه تاسې وګورئ پېښې، ترور، چاودنې او بريدونه په ډېر موثر ډول په دغو پړاوونو كې ترسره شول.
د جنرال امرخېل په خبره، د وسلې ټولول، د ځمكنيو او هوايي سرتېرو پوره سمبالتيا او د حكومت او خلكو تر منځ د واټن له منځه وړل كولاى شي، ستونزې يو څه راكمې كړي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال امر الله امان بیا وايي، امنيتي چارواكي يوازې بيرغ ښكته او پورته كوي: ((افغان ځواکونه دې په ښو وسلو سمبال کړای شي.))
مخکې د كورنيو چارو وزير لوى پاسوال مجتبى پتنګ هم د امنيتي مسووليتونو د انتقال بهیر د افغانستان د بیرغ پورته کول او د خارجیانو د بیرغونو له ښکته کولو سره پرتله کړی و.
د پوځي چارو كارپوه جنرال عبدالواحد طاقت بيا نيوكه كوي چې د افغان ځواكونو په رهبرۍ كې ستونزې دي: ((بايد وكتل شي چې ايا يو مسلكي شخص هلته شتون لري او كه نه.))
طاقت وايي، په هغو سيمو كې چې امنيت يې افغان ځواكونو ته سپارل شوى، هومره يې امنيت د ډاډ وړ نه دى چې چارواكي يې خبره كوي: (( نړيوالو ځواكونو چې د دومره تجهيزانو سره امنيت ټينګ نه شو كړاى موږ يې په يو كلاشينكوف څنګه ټينك كړو.))
د یادونې وړ ده چې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په درېیم پړاو کې د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو مرکزونه شامل دي. دغه راز د لېږد په درېیم پړاو کې په لومړي ځل د لسو ولايتونو( زابل، پكتيا، پكتيكا، نورستان، كندز، كونړ، خوست، فارياب، فراه او بغلان) ۵۰ اداري واحدونه هم شامل شوي. په ۱۱ ولايتونو ارزګان، تخار، سمنګان، پروان، پنجشير، نيمروز، كاپيسا، كابل، دايكنډي، باميان، بلخ ولايتونو كې به د امنيت د انتقال ټولې چارې په بشپړه افغان ځواكونو ته وسپارل شي، په دې معني چې د لېږد د درېم پړاو په ترسره كېدو به ټول ټال ۲۶۰ اداري واحدونه د انتقال ترپوښښ لاندې راشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


