د پکتیکا ولایت په مركز ښرنه كې د نسايي ولادي، او قابله ګانو د روزنې مركز ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې. د د ولایت والي محب الله صمیم د ودانیو د پرانیستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې پردې ودانیو شاوخوا ۴۵ ملیونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې لخوا ورکړل شوى دى.
د پکتیکا ولایت په مركز ښرنه كې د نسايي ولادي، او قابله ګانو د روزنې مركز ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.
د د ولایت والي محب الله صمیم د ودانیو د پرانیستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې پردې ودانیو شاوخوا ۴۵ ملیونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې لخوا ورکړل شوى دى.
صمیم زیاته کړه، د قابله ګانو د روزنې په ودانۍ کې به د دې ولایت ډېرې مېرمنې وروزل شي او ترڅنګ به یې د نسايي ولادي ودانۍ د جوړېدو له امله د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راشي.
صمیم د دې ولایت له اوسېدونکي غوښتنه وکړه، چې خپلې خویندې او لوڼې د قابله ګانو په مرکزې كې شاملې کړي، ترڅو د دوی د مېرمنو درملنه له همدې لارې ترسره شي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو د معلوماتو له مخې دغه ودانۍ ۲۴ خونې لري، چې په څلور جریبه ځمکه کې جوړې شوي دي.
د دوی په وینا جوړې شوې ودانۍ په عصري طبي وسایلو، کتابتون او نورو اړینو ملحقاتو سمبالې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

