د امريکا د كانېكټيكټ ايالت په يو لومړني ښوونځي كې ۲۰ زده کوونکي هغه مهال ووژل شول، چې يو شلن کلن ځوان له وسلې سره د دوى ښوونځي ته ورننوت او پر ډزو د هغوى له وژلو وروسته يې پنځه لويان او بلاخره خپل ځان هم وواژه .

د دې ايالت امنيتي چارواکي وايي، پيښه د نيو ټاون ښار د سانډې هوک په ښوونځي کې رامنځ ته شوې.
د ښوونځي مدير، د کوچنيانو يو اروا پوه او څلور تنه نور لويان هم د ډزو په پايله کې وژل شوي دي.
ويل کېږي، د بريدكوونكي د مور مړى، چې په همدې ښوونځي کې ښوونکې وه، هم د هغوى په کور کې موندل شوى او رپوټونه وايي، چې هغه خپل پلار هم وژلى دى.
په همدې حال کې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د خبري غونډې پرمهال د اوښکو په تويولو سره پر دې پېښې ژوره خواشينې څرګنده کړه.
نوموړي د روانې ميلادي مياشتې تر ۱۸ مې نېټې د بيرغ د نيمه ځوړندولو امر کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ