ترکيې له افغانستان او پاکستانه وغوښتل، چې پر اسدالله خالد د بريد پر سر د ناندريو پر ځاى دې د اړيکو پياوړې کولو ته ډېره پاملرنه وکړي. دغه څرګندونې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو پرون په انقره کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن حنا رباني کهر او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر زلمي رسول سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ترکيې له افغانستان او پاکستانه وغوښتل، چې پر اسدالله خالد د بريد پر سر د ناندريو پر ځاى دې د اړيکو پياوړې کولو ته ډېره پاملرنه وکړي.
دغه څرګندونې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو پرون په انقره کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن حنا رباني کهر او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر زلمي رسول سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ټاکل شوې، چې نن د ترکيې په منځګړيتوب د درې واړو هېوادونو سرمشريزه غونډه جوړه شي.
له دې درې اړخيزې سرمشريزې غونډې وړاندې په لومړنۍ ليدنه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير داود اغلو پرون د افغانستان او پاکستان له بهرنيو چارو وزيرانو سره د غونډې پر مهال د نن ورځې د سرمشريرې غونډې پر اجنډا خبرې وکړې.
د ډيلي نيوز په نوم يوې ترکۍ ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت د سرچينې په حواله خبر ورکړى، چې داود اوغلو له پاکستاني او افغاني سيالانو وغوښتل، چې د دې غونډې پر مهال دې د افغانستان د ملي امنيت پر رئيس اسدالله خالد د شوي ځانمرګي بريد په اړه د خبرو اترو پر ځاى دې زياته پاملرنه د اړيکو پر پياوړي کولو وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


