د امريکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې اوس هم د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره لوى ګواښ دى. پنټاګون دغه څرګندونې په خپل هغه شپږ مياشتني راپور كې كړي، چې پرون يې کانګرس ته لېږلى دى.
د امريکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې اوس هم د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره لوى ګواښ دى.
پنټاګون دغه څرګندونې په خپل هغه شپږ مياشتني راپور كې كړي، چې پرون يې کانګرس ته لېږلى دى.
په راپور کې راغلي، د دې ترڅنګ د افغانستان په حکومت کې فساد او محدوده واکمني د دغه هېواد د دوامداره او تلپاتې امنيت او ثبات لپاره اوس هم لوى ګواښ دى.
راپور ليكي، چې د امريکا او پاکستان د اړيکو له ښه والي سره سره پاکستان په دوامداره توګه په افغانستان کې له ترهګرو سره مرستې کوي او په خپله خاوره کې يې د ترهګرو خوندي ځالې برابرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه يوازې د افغانستان امنيت او ثبات ته ګواښ دى، بلکې په دغه هېواد کې يې مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو ته هم ستونزې پيدا کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


