ads

د قطر خبرې، څومره پرمختګ، څومره ناكامي؟

که څه هم په قطر کې د سولې په اړه له جوړ شوي سمینار څخه دوه اوونۍ تېرېږي، خو د دغه سمینار یو شمېر ګډونوال وايي چې د طالبانو استازي اوس هم په دغه هېواد كې دي او له امريكا سره د سولې د خبرو بيا پيلېدو ته ليواله دي. که څه هم په قطر […]

نویسنده: TKG
21 لیندۍ 1391
د قطر خبرې، څومره پرمختګ، څومره ناكامي؟

که څه هم په قطر کې د سولې په اړه له جوړ شوي سمینار څخه دوه اوونۍ تېرېږي، خو د دغه سمینار یو شمېر ګډونوال وايي چې د طالبانو استازي اوس هم په دغه هېواد كې دي او له امريكا سره د سولې د خبرو بيا پيلېدو ته ليواله دي.

که څه هم په قطر کې د سولې په اړه له جوړ شوي سمینار څخه دوه اوونۍ تېرېږي، خو د دغه سمینار یو شمېر ګډونوال وايي چې د طالبانو استازي اوس هم په دغه هېواد كې دي او له امريكا سره د سولې د خبرو بيا پيلېدو ته ليواله دي.

په دغه سمينار كې د سيد طيب اغا، شيرمحمد عباس ستانكزى، سهيل شاهين او نورو ګډونوالو ترڅنګ د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده، د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير مولوي وكيل احمد متوكل او پاكستان كې د طالبانو د وخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم ګډون كړى و، خو د سولې په برخه كې يې كوم مهم پرمختګ رامنځته نه كړاى شو.

دا سمینار په ظاهره بې نتیجې پای ته ورسېد، خو وحيد مژده ويلي وو چې طالبان نه غواړي له افغان دولت سره د سولې خبرې اترې وكړي، ځكه هغوى وايي چې افغان حكومت د خبرو اترو واك نه لري.

خو د ده په خبره د قطر طالبان په دې نظر وو چې د افغانستان كړكيچ ته بايد ژر تر ژره يوه سياسي حل لاره پيدا شي.

مژده دغه راز پاكستان ته هم د خبرو په ځنډولو كې د ملامتيا ګوته ونيوه او ويې ويل چې دا هېواد نه غواړي د قطر خبرې بريالۍ شي: ((افغان حكومت هم په دې اړه ورسره همغږي لري.))

مژده زياتوي: تېركال طالبانو غوښتل چې په لومړي ګام كې له امريكا سره خبرې اترې وكړي خو پاكستان نه منله، وروسته بيا افغان حكومت هم وويل چې دا خبرې بايد د دوى په مشرۍ وشي، خو طالبانو دا نه غوښتل: (( اصلا هغوى وايي چې د سولې واك له افغان حكومت سره نه دى چې موږ ورسره خبرې وكړو، هغه پر افغانانو باندې د امريكايانو د بريدونو مخنيوى نه شي كولاى، نو زموږ سره به څنګه سوله وكړي.))

د سياسي چارو بل كار پوه قاضي محمد حسن حقيار بيا وايي، له طالبانو سره د سولې پروسه به تر هغې بریالۍ نشي چې د پاكستان ګټې خوندي نشي.

د حقیار په خبره  اوس خو چين هم غواړي چې د پاكستان او خپلو ګټو لپاره راودانګي او دا پروسه سبوتاژ كړي: (( امريکا غواړي چې خپل ټول تمرکز له مخالفينو سره د سولې په خبرو اترو وکړي، خو پاکستان له ښه نيته په افغانستان کې د سولې په خبرو کې همکاري نه کوي او چين هم په سيمه كې د خپل قدرت د تبارز لپاره دا خبرې ځنډوي.))

د چارو کارپوه بشير بيژن هم چې له طالبانو سره د سولې پروسه له نږدې څاري حقیار ته ورته نظر لري او وايي پاكستان په دې وروستيو كې ځكه په خپل كوربه توب د چين او افغانستان ګډه غونډه جوړه كړه چې د سولې د خبرو بهير په بل لوري واړوي: (( پاکستان په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ له کيدونکو مذاکراتو خوښ نه دى، اوس افغانان په يوه بله پلمه مصروف ساتل غواړي، نو ځکه يې د چين  او افغانستان ترمنځ د ناستې کوربه توب وکړ.))

بلخوا د سولې عالي شورا د دې ترڅنګ چې له طالبانو سره د خبرو په خونه كې د افغانانو شتون اړين بولي وايي، طالبانو ته بايد د ډاډ وړ داسې ضمانتونه وركړل شي چې هغوى يې له مخې افغان حكومت، امريكا او نړيوالې ټولنې سره يوې هوكړې ته ورسېږي.

د سولې د شورا د نړيوالو اړيكو د كمېټې مشر حبيب الله پوځي همدا خبره كوي: (( زه فكر نه كوم چې افغان دولت دې د مذاكراتو مخالف وي، خو يو څه به غواړي چې د دې خبرو مالكيت له افغانانو سره وي او افغانان په خپلو منځو كې سره خبرې وكړي او معقوله خبره هم ده.))

خو د ولسي جرګې غړى بكتاش سياوش له دې خبرو سره چندان جوړ نه دى او وايي طالبان ضمانت نه بلکې امتیاز غواړي: ((اوسمهال طالبان د امتياز د ترلاسه كولو او له امريكا سره د مخامخ خبرو لپاره ځانته د هغه پام اړول غواړي او د افغانستان حكومت طالبانو ته د امتياز وركولو صلاحيت نه لري.))

که څه هم طالبان په ښکاره دا نه وايي چې دوی له امریکا او افغان حکومت څخه د امتیاز اخستو په لټه کې دي، خو وايي تېر ځل له امریکا سره د سولې خبرې اترې د دې لپاره وځنډېدې چې امریکا په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او د دوی بندیان راخوشې نشول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید سره په مرکه د سولې په اړه د قطر سمينارهم یو شخصي سمینار بولی او وايي چې د دوی استازو په کې ګډون نه و کړی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA