ads

افغانستان کې د نشه يي توكو ۱۳ قاچاق وړونکي نيول شوي

د روسيې د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر، له افغان او تاجک ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې د سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توكو او ۱۳ قاچاق وړونکو د نيولو خبر وركړ. د روسيې د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر، له افغان او تاجک […]

نویسنده: TKG
21 لیندۍ 1391
افغانستان کې د نشه يي توكو ۱۳ قاچاق وړونکي نيول شوي

د روسيې د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر، له افغان او تاجک ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې د سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توكو او ۱۳ قاچاق وړونکو د نيولو خبر وركړ.

د روسيې د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر، له افغان او تاجک ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې د سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توكو او ۱۳ قاچاق وړونکو د نيولو خبر وركړ.

ويکتور ايوانوف تېره ورځ وويل، چې د افغانستان په اتو ګڼ مېشتو سيمو کې افغان، روسي او تاجک ځواکونو د نشه يي توكو پر ضد ګډ عمليات کړي، چې په نتيجه کې يې ۴ سوه کيلو ګرامه چرس او د قاچاق وړونکو يوه لويه ډله نيول شوې ده.

د نوموړي په وينا، د نشه يي توكو له ۱۳ نيول شوو قاچاق وړونکو څخه ۳۷ ميله کلاشينکوفونه، درنې ماشيندارې، راکټ اندازونه، لاسي بمونه او نورې سپکې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

هغه وايي، چې په دې عملياتو ۳۰۰ افغان سرتېرو او اتو الوتكو برخه اخيستې وه.

د روسيې د نشه يي توكو پرضد د مبارزې د فډرالي ادارې مشر وايي، دا عمليات د دې ښكارندويي كوي، چې د نشه يي توكو کاروبار پورې تړلې جنايتکاره ډلې څومره جدي عمل کوي او په څه ډول وسلو سمبال دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA