ads

په اسماعیل خان د وکیلانو زور هم ونه رسېد

داسې اټکل کېده چې اسماعیل خان به د جمهور رئیس په کابینه کې نور ځای ونه لري، خو د دې ټولو اټکلونو خلاف هغه له پارلمان څخه بیا د اعتماد رایه واخسته او د استیضاح کوونکو وکیلانو زور پرې ونه رسېد. داسې اټکل کېده چې اسماعیل خان به د جمهور رئیس په کابینه کې نور […]

نویسنده: TKG
19 لیندۍ 1391
په اسماعیل خان د وکیلانو زور هم ونه رسېد

داسې اټکل کېده چې اسماعیل خان به د جمهور رئیس په کابینه کې نور ځای ونه لري، خو د دې ټولو اټکلونو خلاف هغه له پارلمان څخه بیا د اعتماد رایه واخسته او د استیضاح کوونکو وکیلانو زور پرې ونه رسېد.

داسې اټکل کېده چې اسماعیل خان به د جمهور رئیس په کابینه کې نور ځای ونه لري، خو د دې ټولو اټکلونو خلاف هغه له پارلمان څخه بیا د اعتماد رایه واخسته او د استیضاح کوونکو وکیلانو زور پرې ونه رسېد.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان چې دغې استیضاح خوابدي کړي وايي چې اسماعیل ته د جرګې له خوا رایه ورکول د ملي ګټو په رڼا کې مثبت ګام نه دی، د دوی په عقیده دا وزیر باید له دندې ګوښه شوای چې داسې ونشول.

د اوبو او انرژۍ وزیر اسماعیل خان د لیندۍ په ۱۳مه استیضاح شو، د هغه د راغوښتو لپاره د ولسي جرګې ۶۸ غړو لاسلیکونه کړي، خو دوو یې هغه مهال خپل لاسلیکونه واخستل چې د جرګې اداري پلاوي د استیضاح لپاره د شاملو کسانو نومونه اعلان کړل.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، د اوبو او برېښنا په چارو کې د ولايتونو ترمنځ اندول ته بې پامي، غيرمسوولانه څرګندونې، اوبو څخه په سمه توګه د ګټې نه پورته کېدل، د بودجې لږ لګښت او په تړونونو کې د روڼتيا نشت د اسماعیل خان د استیضاح دلایل دي.

د جرګې غړو وويل، په تېرو ٧ کلونو کې هر کال د انرژۍ وزارت له لوري له ۳۰ فیصده کمه بودجه لګول شوې ده، له اسماعيل خان څخه دا پوښتنه هم وشوه چې ولې د دغه وزارت د پروژو شاوخوا ٨٠ فیصده تړونونه له ايراني شرکتونو سره شوي او په څه دليل افغانستان له ايران څخه د برېښنا د توليد زاړه جنراتورونه پېرلي وو؟

دغه راز د جرګو غړو له اسماعيل خان وپوښتل چې ولې افغانستان له وارداتي برېښنا ګټه پورته کوي، حال دا چې هېواد د برېښنا د توليد ډېرې سرچينې لري؟

د اوبو او برېښنا له وزير څخه په هرات کې د وسلو د وېش او د “مجاهدينو شورا ” د جوړېدو په اړه هم پوښتنه وشوه او ورته وويل شول چې ولې د دې ډول جوړښتونو پر ځاى د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره هڅه نه کوي؟

د لړم په ۱۰مه اسماعيل خان په هرات کې د “مجاهدينو يوې غونډې” ته د وينا پر مهال ویلي وو چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدينو له همکارۍ پرته امنيت نه شي راتلاى، تر دې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي په هرات کې جهادي شورا د اسماعیل خان په اشاره خلکو ته وسله هم وېشلې ده.

اسماعیل خان جرګې ته وویل چې په هرات کې د ده څرګندونې د ده د غوښتلو سبب شوي، نوموړي وویل، مجاهدینو د دین او وطن لپاره قرباني ورکړې: (( تاسو خويندې چې ښوونځي ته د تګ حق مو نه درلود، نن وزير استيضاح کوئ.))

په دې پسې اسماعیل خان وویل چې د هرات په غونډه کې يې د نظام او هېواد پر ضد څرګندونې نه دې کړې.

د هغه په وينا، د هېواد په ځينو سيمو، په تېره بيا په هرات کې امنيتي ستونزې، تښتونې ډېرې شوې او خلک له وېرې ل له مخالفينو سره همکاري کوي.

هغه وايي، د هرات په غونډه کې يې هڅه کړې چې خلکو ته روحيه ورکړي او نن يو ځل بيا پر مجاهدينو غږ کوي چې هېواد ستونزو او نا امنيو ته پرې نه ږدي.

نوموړي وویل چې له ايران څخه د برېښنا د توليد جنراتورونه نه دي پېرل شوي، بلکې له ترکيې د ايران له لارې راوړل شوي او دا ځکه وپېرل شول چې هغه مهال په کابل کې برېښنا جدي ضرورت او بله لاره نه وه.

د اسماعیل خان په وینا کله چې وزیر په افغانستان کې پنځه فیصده خلک له برېښنا برخمن و، خو اوس ٤٠ فیصدو ته لوړه شوې ده.

اسماعيل خان وويل، چې د هېواد د اوبو مهارول ډېر وخت ته اړتيا لري، خو تر په دې برخه کې د پام وړ کارونه هم شوي. د هېواد په کچه د ٥٤٧ بندونو په اړه څېړنې شوې او هېڅ داسې ولايت نشته چې هلته دې په دې اړه مطالعې نه وې شوې.

هغه زياتوي چې دا مهال د ١٣٣ بندونو پر ډېزاين کار کېږي او د پنځو بندونو ودانيزې چارې روانې دي.

خو کله چې د اسماعیل خان خبرې پای ته ورسېدې د جرګې له حاضرو ١٧٤ تنو څخه ٣٢ يې رايه ورکړه چې د اسماعيل خان څرګندونې د قناعت وړ نه دي، خو نورو يې څرګندونې د قناعت وړ وبللې، حال دا چې ٦٦ تنو د اسماعيل خان د استيضاح لپاره لاسليکونه کړي وو.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی حمدزی لالی چې اسماعیل خان ته د اعتماد رایې له ورکولو ناخوښه دی وايي چې دا کار له ولسي جرګې دباندې د فشارونو له کبله شوی: (( د وزارت پرځای باید زندان ته تللی وای.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصري اصولي وايي چې د اوبو او انرژۍ وزیر ته بیا رایه ورکول په دې معنی دي چې د خلکو په سترګو کې دې خاورې شیندل شوي وي: (( د دوهم ځل لپاره وکیلانو د خلکو حق تر پښو لاندې کړ.))

اصولي وايي چې ګواښوونکو تلیفونونو په نتیجه کې ځینې وکیلان اړ شوي چې شنه کارتونه پورته کړي.

خو په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی محمد عارف رحماني که څه هم له جرګې دباندې فشارونه مني، خو ورسره وايي چې رای ګیري د ډموکراتیکو نظامونو خاصه ده: ((په ټوله نړۍ کې هرڅوک خپل مخالفان او موافقان لري، موافقان د رایې د ګټلو او مخالفان د عدم اعتماد لپاره هڅه کوي.))

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني چې د اسماعیل خان د اسیتضاح کولو پروسه د رسنیو له څپو څارلې ده وايي د وکیلانو له لوري د اعتماد رایه ورکول ملي ګټې نه تمثیلوي: (( وکیلانو په دې کار هم ځان او هم خلک مسخره کړل.)

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA