ads

پر حكومت د شرطونو د منلو وسيله

په داسې حال كې چې د امريكا د سنا جرګې پر خپل حكومت غږ كړى چې له افغانستان څخه امريكايي سرتېري تر ټاكلې نېتې( ۲۰۱۴) مخكې وباسي، د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي كه بهرني سرتېري وځي پر ځاى يې افغان ځواكونه د امنيت ټينګولو بشپړه وړتيا لري. په داسې حال كې چې د امريكا […]

نویسنده: TKG
19 لیندۍ 1391

په داسې حال كې چې د امريكا د سنا جرګې پر خپل حكومت غږ كړى چې له افغانستان څخه امريكايي سرتېري تر ټاكلې نېتې( ۲۰۱۴) مخكې وباسي، د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي كه بهرني سرتېري وځي پر ځاى يې افغان ځواكونه د امنيت ټينګولو بشپړه وړتيا لري.

په داسې حال كې چې د امريكا د سنا جرګې پر خپل حكومت غږ كړى چې له افغانستان څخه امريكايي سرتېري تر ټاكلې نېتې( ۲۰۱۴) مخكې وباسي، د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي كه بهرني سرتېري وځي پر ځاى يې افغان ځواكونه د امنيت ټينګولو بشپړه وړتيا لري.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي دغه څرګندونې د امريكا د سنا جرګې له خوا د هغه دفاعي پالېسۍ د طرحې د تصويب په غبرګون كې وكړې چې له مخې به يې امريكايي ځواكونه له وخت وړاندې له افغانستان څخه ايستل كيږي.

عظيمي وايي، كه څه هم د امريكايي ځواكونو له وتلو وروسته د يو شمېر نورو سرتېرو په پاتې كېدو يې هم خبرې روانې دي، خو په وينا يې دوى مخكې هم اعلان كړى چې تر ۲۰۱۴ وروسته افغان ځواكونه د امنيتي مسووليتونو د اخستلو جوګه دي او وړتيا یې لري: (( مهمه خبره دا ده چې لومړى خو دې طرحې خپل قانوني پړاوونه نه دي بشپړ كړي او بل دا چې امريكا يو هېواد دى، حق لري په دې اړه پريكړه وكړي چې پوځونه يې پاتې شي او كه يې وباسي.))

خو د ولسي جرګې غړي، د سياسي او پوځي چارو كارپوهان بيا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

سياسي شنونكى فيض محمد ځلاند وايي، امريكا د خپلو كورنيو اقتصادي ستونزو او د نړۍ نورو مهمو پېښو ته لكه د سوريې كړكيچ او د ايران او اسرائيلو ستونزو ته د پام زياتولو لپاره غواړي چې د افغانستان جګړه ختمه او خپل حضور په دې هيواد كې راكم كړي.

نوموړي زياته كړه، امريكا داسې فكر كوي چې د سولې له لارې او د روسيې، چين او نورو سيمه ييزو هېوادونو د نرم دريځ په وسيله كولاى شي د القاعده او طالبانو پرضد د كم شمېر سرتيرو پر مټ دغه جګړه پرمخ يوسي: (( دوى داسې باوري دي چې كولاى شي د دې ستراتيژۍ له مخې د افغان حكومت د سقوط او په سيمه كې د خپل نفوذ د ټيټوالي مخه ونيسي.))

نوموړى وايي، امريكا په افغانستان او سيمه كې تر ډېره خپلو هدفونو ته رسيدلې هم ده او كوښښ كوي چې په ډېر كم لګښت او سرتيرو خپل اهداف لكه د طالبانو او القاعده سره جګړه، په سيمه كې خپل اغيز لرل او ځنې نور هدفونه ترلاسه كړي.

ځلاند زياتوي چې كه د سولې پروسه بريالۍ پرمخ ولاړه شي او ګاونډی پاكستان په خپلو كړيو ژمنو رښتنى عمل وكړي، نو له هېواده د بهرنيو ځواكونو وتل به ډېره ناوړه اغيزه ونه كړي.

خو د پوځي چارو كارپوه جنرال امرالله امان زياتوي چې دا طرحه اصلا د امنيتي تړون له كبله په افغان حكومت د شرطونو د منلو او تبليغاتي فشار يوه وسيله ده: (( افغانستان او امريكا خپل امنيتي تړون نه دى لاسليك كړى او د ځواكونو د وتلو طرحې تصويبيږي، دا يو داسې فشار دى چې افغان دولت اندېښمن كړي او د مقابل لوري ځينې شرطونه ومني.))

بل پلو د ولسي جرګې غړى محمد نعيم لالى حميدزى وايي چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته بايد افغانستان يو بديل پيدا كړي ځكه چې هغه وخت د دوى مرستې كميږي.

لالى زياتوي چې بايد په افغانستان كې د اداري فساد مخه ونيول شي او داسې څوك په لوړو پوستونو وګمارل شي چې وطن ته ژمن او وفادار وي: (( كه خلك وايي چې ۲۰۱۴ كال اغيز نه كوي دا سمه نه ده بلكې اغيز كوي، امريكا وځي او تر هغه خپلې مرستې نه كوي چې په حكومت او كابينه كې فاسد كسان شتون ولري.))

نوموړى وايي چې د افغانستان په راتلونكو مسئلو كې ولسي جرګه مهم رول لري او بايد د راتلونكي حكومت په اړه يو تصميم ونيسي: (( نه يوازې د جمهور رئيس يا يوه وزير په اړه بلكې د ټول حكومت په اړه بايد تصميم ونيول شي.))

د يادولو وړ ده چې د لېسبون په دوهم كنفرانس كې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتيرو د وتلو مهالويش تعين شو چې له مخې يې بايد د ۲۰۱۴ م كال ترپايه ټول بهرني سرتيري له افغانستان څخه وتلي واى، خو يو شمېر هيوادونو لكه هالنډ، فرانسې او ځنې نورو لا وار د مخه خپل سرتيري ایستلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA