د مصر جمهوررئيس محمد مرسي هغه فرمان لغوه کړی، چې تېره مياشت يې خپور كړ او ده ته يې نوې پراخې واګې ورکولې. دغه ګام په مصر كې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه وپارول، خو يوه چارواکي په قاهره کې خبري کنفرانس ته وويل، د نوي ناندره ييز اساسي قانون پر مسوده
د مصر جمهوررئيس محمد مرسي هغه فرمان لغوه کړی، چې تېره مياشت يې خپور كړ او ده ته يې نوې پراخې واګې ورکولې.
دغه ګام په مصر كې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه وپارول، خو يوه چارواکي په قاهره کې خبري کنفرانس ته وويل، د نوي ناندره ييز اساسي قانون پر مسوده به ټولپوښتنه له پلان سره سمه په خپل وخت ترسره کېږي.
رپوټونه وايي، سره له دې چې جمهوررئيس د ټولپوښتنې ځنډولو په اړه د مخالفينو غوښتنو ته غاړه نه ده ايښې، خو د خپلو واګو د پراخونې تدبيرونو لغوه کول يې يو ستر جوړجاړی بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


