پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په تازه توغنديز بريد کې ٢ شکمن وسله وال وژل شوي. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې پر يوه کور ترسره شوى.
پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په تازه توغنديز بريد کې ٢ شکمن وسله وال وژل شوي.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې پر يوه کور ترسره شوى.
په راپورونو کې ويل شوي، چې پر نوموړي کور بې پيلوټه الوتکې څلور توغندي توغولي، چې له کبله يې دوه تنه وژل شوي او کور هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


