ads

کلېنټن د سوريې د کړکېچ د پاى ته رسولو غوښتنه وكړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېنټن له نړيوالو لوبغاړو، چې پر سوريې نفوذ لري وغوښتل، چې په ګډې هڅې سره د سوريې ٢١مياشتنى کړکېچ پايته ورسوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېنټن له نړيوالو لوبغاړو، چې پر سوريې نفوذ لري وغوښتل، چې په ګډې هڅې سره د سوريې ٢١مياشتنى کړکېچ پايته […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1391
کلېنټن د سوريې د کړکېچ د پاى ته رسولو غوښتنه وكړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېنټن له نړيوالو لوبغاړو، چې پر سوريې نفوذ لري وغوښتل، چې په ګډې هڅې سره د سوريې ٢١مياشتنى کړکېچ پايته ورسوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېنټن له نړيوالو لوبغاړو، چې پر سوريې نفوذ لري وغوښتل، چې په ګډې هڅې سره د سوريې ٢١مياشتنى کړکېچ پايته ورسوي.

کلېنټن د پنج شنبې په ورځ د ايرلنډ په مرکز دوبلين کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف او نړيوال استازي اخضر ابراهيمي سره د امنيتي غونډې په څنډه کې خبرې وکړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې، چې پرون يې د بريتانيا تر ولکې لاندې شمالي ايرلنډ په بيلفاست ښار کې خبرې کولې وويل،  امريکا او روسيې د سياسي انتقال لپاره د سوريې په کړکېچ کې د ټولو اړخونو د منځګړو هڅو پر ملاتړ توافق وکړ.

د هغې په وينا، د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد بايد په سوريه کې د يوه ډيموکراټيک راتلونکي لپاره له خپل واک څخه لاس واخلي.

د سوريې د کورنۍ جګړې ٢١مياشتې کېږي، چې اټکل کېږي په نتجه کې يې لږ تر لږه ٤٠زره کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA