ads

څو كاله وروسته به عادي خلك هم سپوږمۍ ته سفر وكړاى شي

د ګولډن سپايک (Golden Spike) په نوم يوې خصوصي امريکايي کمپنۍ وړمه ورځ اعلان وکړ، چې عادي خلک به هم سپوږمۍ ته د سفر کولو امکان پيدا کړي. د ګولډن سپايک (Golden Spike) په نوم يوې خصوصي امريکايي کمپنۍ وړمه ورځ اعلان وکړ، چې عادي خلک به هم سپوږمۍ ته د سفر کولو امکان پيدا […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1391
څو كاله وروسته به عادي خلك هم سپوږمۍ ته سفر وكړاى شي

د ګولډن سپايک (Golden Spike) په نوم يوې خصوصي امريکايي کمپنۍ وړمه ورځ اعلان وکړ، چې عادي خلک به هم سپوږمۍ ته د سفر کولو امکان پيدا کړي.

د ګولډن سپايک (Golden Spike) په نوم يوې خصوصي امريکايي کمپنۍ وړمه ورځ اعلان وکړ، چې عادي خلک به هم سپوږمۍ ته د سفر کولو امکان پيدا کړي.

دا کمپنۍ په کلوراډو ايالت کې د امريکا د فضايي څېړنو د ادارې (ناسا) يو شمېر پخوانيو مامورينو جوړه کړې ده.

ياده كمپني وايي، چې د يوه سفر لپاره يونيم ميليون ډالر اخلي، چې د ناسا له خوا د ورته سفر لپاره د مصرف له يوې وړې برخې سره برابر دي.

د ناسا يوه پخوانيو کارکوونکي “جيري ګريفن” وويل، چې د دوى هدف سپوږمۍ ته د انسانانو د يوه تجارتي ټرانسپورټي سيسټم رامنځ ته کول دي.

د دې پروګرام پيل په دې پورې اړه لري، چې څومره کسان غواړي، چې په خپل مصرف فضا ته سفر وکړي.

د کمپنۍ مسولينو ويلي، ښايي چې تر ۲۰۲۰ ميلادي کال پورې فعاليت پيل كړي.

د ګولډن سپايک (Golden Spike) په نوم د دې کمپنۍ مشر “الن سټيرن” ويلي، چې پر دې ماموريت د ابتدايي پانګونې په توګه له اوو څخه تر ۸ ملياردو ډالرو اړتيا ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA