ads

د ښځو خرڅلاو بس دى

په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په هدف ۱۶ ورځنى كمپاين د ليندۍ په دولسمه نېټه پيل شو. دغه نړيوال كمپاين د  (د ښځوخرڅلاو بس دى) تر سرليك لاندې د افغان ښځو شبكې، د ښځو چارو، عامې روغتيا، پوهنې، كورنيو چارو او د حج او اوقافو په هېواد […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1391
د ښځو خرڅلاو بس دى

په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په هدف ۱۶ ورځنى كمپاين د ليندۍ په دولسمه نېټه پيل شو. دغه نړيوال كمپاين د  (د ښځوخرڅلاو بس دى) تر سرليك لاندې د افغان ښځو شبكې، د ښځو چارو، عامې روغتيا، پوهنې، كورنيو چارو او د حج او اوقافو

په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په هدف ۱۶ ورځنى كمپاين د ليندۍ په دولسمه نېټه پيل شو.

دغه نړيوال كمپاين د  (د ښځوخرڅلاو بس دى) تر سرليك لاندې د افغان ښځو شبكې، د ښځو چارو، عامې روغتيا، پوهنې، كورنيو چارو او د حج او اوقافو وزارتونو په ګډون د يو شمېر نورو مدني ټولنو لخوا په لاره واچول شو.

د افغان ښځو د شبكې مشرې عفيفې عظيم په كابل كې خبريالانو ته وويل چې كه ولسي جرګه، د پوهنې، حج او اوقافو وزارتونه او د ښځو له حقونو څخه د دفاع ټولنې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره په همغږۍ خپلې چارې پرمخ يوسي، پايلې به يې مثبې وي: (( په پارلمان كې د ولس استازي بايد پر قضائيه قوې فشار زيات كړي، څو په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په كچه كې كموالى رامنځته شي، د حج او اوقافو وزارت دې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د قانون له مخې، له ديني علمانو غوښتنه وكړي چې په مسجدونو او تكيه خانو كې د ديني روايتونو له مخې  په دې اړه خپل پراخ تبليغات وكړي او د ښځو چارو وزارت چې په دې اړه ستر مسووليت لري بايد د ښځو  پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له بېلابېلو پروګرامونو او همدارنګه د ښځو د دفاع له ټولنو څخه بشپړ ملاتړ وكړي.))

عفيفې عظيم زياته كړه، پارلمان كولاى شي چې د اجرائيه او قضائيه قوې تر فشار لاندې راوستو له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه راټيټه كړي.

د هغې په وينا، د حج او اوقافو وزارت كولاى شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع له قانون سره په مطابقت كې، له ديني عالمانو څخه وغواړي چې د اسلام د قوانينو په رڼا كې خلكو ته پوهاوى وركړي، تر څو په كورنيو كې د تاوتريخوالي كچه راټيټه شي.

نوموړې همدارنګه د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو ونډه هم په دې چاره كې اړينه وبلله او زياته يې كړه چې اړوند وزارتونه هم د بېلابېلو پروګرامونو د په لاره اچولو له لارې كولاى شي، د دغې شومې پديدې په له منځه وړلو كې له دوى سره مرسته وكړي.

په همدې حال كې د ښځو چارو وزارت مسلكي مرستيالې مژګان مصطفوي وويل چې د پيسو په بدل كې د نجونو ودول او په افغاني ټولنه كې يو شمېر نور ناوړه دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دزياتېدو سبب ګرځي.

همدارنګه د ولسي جرګې غړې شينكۍ كړوخېل وويل چې د پيسو په بدل كې د نجونو ودول په ټولنه كې د كم عمر لرونكو نجونو د ودېدو سبب شوى دى.

بلخوا د حج او اوقافو وزارت مرستيال كرامت الله صديق د پيسو په بدل كې د نجونو ودول د يوې ټولنې ستره ناپوهي وګڼله، خو زياته يې كړه چې وزارت به يې د يادې پديدې د له منځه وړلو لپاره ټينګه مبارزه وكړي.

د هغه په وينا، ولور جاهليت دى چې اخيستل كېږي او په اسلام كې رسميت نه لري: (( هغه څه چې په اسلام كې رسميت لري، هغه مهر دى چې اخيستل يې د مقابل لوري په توانمندۍ پورې اړه لري.))

د افغان ښځو د شبكې لخوا په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو (د ښځو خرڅلاو بس دى) تر سرليك لاندې ۱۶ ورځنى نړيوال كمپاين په داسې حال كې پيل شو چې له دې وړاندې د ښځو له حقونو څخه د دفاع  يو شمېر بنسټونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو، چې په روان كال كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا  ۴ زره  پېښې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA