ads

د پاكستاني طالبانو د تحريك په مشرتابه كې د بدلون اټكل

د پاکستان پوځي سرچينو د جمعې په ورځ ناوخته ويلي، چې د دغه هېواد طالبان د خپل مشرتابه د بدلون لپاره تيارى نيسي او غواړي يو داسې څوك وټاكي، چې د پاكستان پر وړاندې لږ، خو په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې ډېر بريدونه ترسره كړي.     د پاکستان پوځي سرچينو د […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1391
د پاكستاني طالبانو د تحريك په مشرتابه كې د بدلون اټكل

د پاکستان پوځي سرچينو د جمعې په ورځ ناوخته ويلي، چې د دغه هېواد طالبان د خپل مشرتابه د بدلون لپاره تيارى نيسي او غواړي يو داسې څوك وټاكي، چې د پاكستان پر وړاندې لږ، خو په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې ډېر بريدونه ترسره كړي.

په شمالي وزيرستان كې يوه لوړپوړي پاكستاني چارواكي ويلي، چې د پاكستان د طالبانو تحريك مشر حكيم الله مسعود په تېرو دريو كلونو كې د دغه خوځښت عملياتي كنټرول او د خپلو جنګياليو صداقت له لاسه وركړى.

دغه جنرال د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د پاكستان د طالبانو د تحريك مرستيال ولي الرحمن دې ته تيارى نيسي، چې د مسعود ځايناستى شي، په داسې حال كې، چې د حكيم الله مسعود د ډېر تشدد له كبله د ده د ملګرو انحراف، دى د پام وړ كمزورى كړى دى.

د پاکستان د پوځ درو چارواکو رويټرز ته ويلي، پاکستاني طالبان وايي، چې حكيم الله مسعود نور د دوى د ډلې مشري نه شي کولى.

په راولپنډۍ كې د پاكستاني پوځ مركز  او همدارنګه د پاكستان د طالبانو تحريك د دغه خوځښت په مشرتابه كې د ممكنه بدلون په اړه له څه ويلو ډډه كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA