ads

ريتا وږمه: تر وروستۍ سلګۍ سندرې وایم

((مورې پڼې مې راکوه ورپسې ځمه وای مړه به شم – يار مې د زرګر په دوکان، ليدلی ما دی واى مړه به شم… )) دا سندره شايد له ډېرو څخه اوس هېره وي، خو د سر او تال دا نا اشنا زمزمه لا هم د ملي راډيو ټلوېزيون د پخوانۍ او پېژندل شوې سندرغاړې […]

نویسنده: The Killid Group
15 لیندۍ 1391
ريتا وږمه: تر وروستۍ سلګۍ سندرې وایم

((مورې پڼې مې راکوه ورپسې ځمه وای مړه به شم – يار مې د زرګر په دوکان، ليدلی ما دی واى مړه به شم… )) دا سندره شايد له ډېرو څخه اوس هېره وي، خو د سر او تال دا نا اشنا زمزمه لا هم د ملي راډيو ټلوېزيون د پخوانۍ او پېژندل شوې سندرغاړې ريتا وږمې د زړه راښكونكي غږ او له ستونزو ډك ژوند ګواهي وركوي.

((مورې پڼې مې راکوه ورپسې ځمه وای مړه به شم،

يار مې د زرګر په دوکان، ليدلی ما دی واى مړه به شم… ))

دا سندره شايد له ډېرو څخه اوس هېره وي، خو د سر او تال دا نا اشنا زمزمه لا هم د ملي راډيو ټلوېزيون د پخوانۍ او پېژندل شوې سندرغاړې ريتا وږمې د زړه راښكونكي غږ او له ستونزو ډك ژوند ګواهي وركوي.

نوموړې چې دا سندره يې كلونه پخوا د راډيو ټلوېزيون د كمرې مخې ته ويلې وه، چا دا فكر نه كاوه چې ريتا به بيا هم د هنر د يو رنګين ماښام مېلمنه او د غږ د جادو ښاپېرۍ به يې ذهنونه مدهوشه كړي.

۴۸ كلنې ريتا وږمه چې په هنري ژوند كې د ستونزو له كبله ترې ډېره مودې د سندرو له ښاره لرې پاتې وه، يو ځل بيا په سندرو پيل كړى او وايي دا ځل به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د هنر او سندرو لمنه پرېنږدي.

د كندهار د وږمه زار دا بلبله وايي: (( څوك نه لرم، مېړه او زوى مې مړه شوي، يوه لور او زه پاتې يوو، اوس راډيو ټلوېزيون ته بيا راغلې يم، تر دې دمه مې ۵۰ سندرې ويلي.))

نوموړې چې اصلي نوم يې نيك بي بي او له شل كلنۍ يې د موسيقۍ نړۍ ته مخه كړې وه، د كورنيو او دوديزو بنديزونو له كبله په هنري نړۍ كې ډېره ځورېدلې او د ګوښه نشينۍ لاره يې نيولې وه، خو اوس يې چې څه موده وړاندې د اوسنيو ادبياتو د اووم فيسټيوال پر ستېژ سندرې زمزمه كولې وويل، دا ځل به د هنر او يكه زار له نړۍ سره په اسانۍ مخه ښه ونه كړي او نه به چاته دا اجازه وركړي چې د سندرو ويلو مخه يې ونيسي.

دا فيسټيوال چې د روان كال د ليندۍ د مياشتې په  ۲۶ ماښام د بابر بڼ د ملكې په ماڼۍ كې د ګويته انستيتیوت او مېرمن كلتوري- ادبي بهير  لخواجوړ شوى و، د ريتا تر څنګ نوموتې سندرغاړې فرشته او بريالي ولي هم ورته راغوښتل شوي وو، خو ګډونوالو ته په كې تر هرڅه د ريتا وږمې سندرو خوند وركاوه.

د اوسنيو ادبياتو د اووم فيسټيوال كنسرټ ته راغلي، ۲۲ كلن منصور وويل، كه څه هم د نوي دور سندرغاړي يې ډېر خوښېدل، خو دا ځل د ريتا سندرو بېل سرور او كيف ور په برخه كړ: ((  ملي او وطني سندرې يې وويلې، له  بريالي ولي سره يې د ټپو مقابله هم وكړه، بس له ټولو يې ميدان يووړ، كاشكې ريتا دومره موده له سندرو ويلو ګوښه نه واى پاتې.))

كنسرټ ته راغلي احمد ګل بيا ويل چې له ډېره وخته يې د ريتا  سندرې په ټلوېزيون ننداره كولې، مګر دا ځل يې چې كنسرټ ته د ريتا وږمې د راتګ واورېدل، نو ځان يې ورته راورساوه: (( تاته مې ويل چې غونډه منډه ستا يمه…. دا سندره يې ډېره خوندوره وه، ريتا د كنسرټ ګډونوالو ته وښوده چې كلاسيك هنر نه مړ كېدونكى او هغه تر ټولو ښه سندرغاړې ده.))

د يادونې ده چې ريتا وږمې له نن څخه ۲۸ كاله وړاندې د سندرو نړۍ ته مخه كړه، د ستېژ ترڅنګه يې د راډيو ټلوېزيون په څپو نږدې ۵۰ سندرې خپرې شوې او خلكو ډېرې خوښې كړې، هغه مهال يې له استاد ګل زمان سره د موسيقۍ زده كړې هم كولې، خو بيا تر ډېرې مودې د خلكو له سترګو پناه وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA