ناټو او روسيې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر زياتولو او افغان هوايي ځواکونو ته د روسي الوتكو د پرزو او په دې برخه کې افغان ځواکونو ته د روزنې پر ورکولو موافقه وکړه.
ناټو او روسيې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر زياتولو او افغان هوايي ځواکونو ته د روسي الوتكو د پرزو او په دې برخه کې افغان ځواکونو ته د روزنې پر ورکولو موافقه وکړه.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فوګ راسموسن تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ددوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو او روسيې ګډې شورا تر غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې روسيې او ناټو په ګډه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ۲۵۰۰ افسرانو ته روزنه ورکړې ده .
د ناټو سرمنشي زياتوي، چې له روسيې سره په ګډه د افغان هوايي ځواکونو د روزنې په برخه کې همکارۍ لاپسې زياتوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

