ناټو وايي، چې تر اوسه ۳۶ هېوادونو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دغه سازمان په نوي ماموريت کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده. د ناټو سازمان عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن تېره ورځ په بروکسل کې وويل، چې د ناټو ماموريت له ۲۰۱۴ كال وروسته پاى ته رسيږي او د افغان
ناټو وايي، چې تر اوسه ۳۶ هېوادونو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دغه سازمان په نوي ماموريت کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.
د ناټو سازمان عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن تېره ورځ په بروکسل کې وويل، چې د ناټو ماموريت له ۲۰۱۴ كال وروسته پاى ته رسيږي او د افغان حكومت په غوښتنه ناټو په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې نوى ماموريت پيلوي.
د راسموسن په وينا، په نوي ماموريت کې به ناټو په هېڅ ډول جګړه ييزو عملياتو کې برخه وانخلي او نوې دنده به يې يواځې افغان ځواکونو ته روزنه، مشوره ورکول او همکاري وي.
راسموسمن وويل، چې د ناټو نوي ماموريت ته لا دوه کاله پاتې دي او کېداى شي تر دې نېټې پورې ګڼ شمېر نور هېوادونه هم دې ته لېوالتيا وښيي، چې له نوي ماموريت سره مرسته او همکاري وکړي.
نوموړى وايي، چې د افغانستان د ۷۵ فيصده خاورې د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، اوسمهال ۸۰ فيصده عمليات د دوى په مشرۍ ترسره کيږي او ۹۰ فيصده روزنه هم پخپله د افغان روزونکو لخوا ورکول کيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

