د ننګرهار په سره رود او نازیانو ولسوالیو کې د دوو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستو ته وسپارل شوې. چارواکي وايي، یادو ښوونځيو ته د ودانیو په جوړېدو سره د شاوخوا دوه زره زده کوونکو د سرپنا د نشتوالي ستونزه هواره شوې.
د ننګرهار په سره رود او نازیانو ولسوالیو کې د دوو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستو ته وسپارل شوې.
چارواکي وايي، یادو ښوونځيو ته د ودانیو په جوړېدو سره د شاوخوا دوه زره زده کوونکو د سرپنا د نشتوالي ستونزه هواره شوې.
د پوهنې ریاست مطبوعاتي ادارې کلید ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ویلي، چې د سلطانپور منځي ښونځي لپاره د جاپان د جایکا موسېسې په مرسته يوه دوه پوړيزه ودانۍ جوړه شوې، چې شاوخوا څلور سوه زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلى.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ياده وداني په پاخه او اساسي ډول رغول شوې، چې شل درسي او دولس اداري خونې ، ۳۶۰ عدده میز او چوکۍ او نور اړین وسایل پکې په نظر کې نیول شوي.
سرچینې زياته كړې، چې د دې نوې ودانۍ په جوړېدو سره د سلطانپور منځني ښوونځي د دولس سوه زده کوونکو د سرپنا ستونزه هواره شوه.
د یو بل خبرله مخې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په نازیانو ولسوالۍ کې د شاوخوا پنځوس زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د پوهنې ریاست په خپره کړې خبرپاڼې کې راغلي، چې ياده ودانۍ د جرمن اګرو اكشن مسېسې په مالي لګښت په یوه پوړ کې جوړه شوې، چې شپږ درسي او درې اداري خونې لري.
خبرپاڼې زياته كړې د دې ښوونځي په ودانۍ جوړېدو سره د شاوخوا پنځه سوه نجونو او هلکانو زده کوونکو د سرپنا ستونزه حل شوې.
د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په ننګرهار کې ټول ۷۸۵ ښوونځي شته، چې له ډلې یې نیمايي یا ودانۍ نه لري او که لري یې هم د زده کوونکو د سرپنا ستونزه یې نه ده هواره کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


