ټاکل شوې، چې نن د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په بروکسل کې په خپل مرکز کې دوه ورځنۍ غونډه پيل کړي. د غونډې د خبرو اجنډا کې به افغانستان د سر موضوع وي.
ټاکل شوې، چې نن د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په بروکسل کې په خپل مرکز کې دوه ورځنۍ غونډه پيل کړي.
د غونډې د خبرو اجنډا کې به افغانستان د سر موضوع وي.
ايساف ځواكونه وايي، چې د بروکسل په غونډه کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترڅنګ، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمی رسول، د جاپان د بهرنيو چارو وزير، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه هم برخه ولري.
ايساف ويلي، په دې غونډه کې به راغونډ شوي وزيران په افغانستان کې د لېږد پر بهير او همدارنګه له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان ځواکونو د خپل ملاتړ پر لارو چارو غور او بحث وکړي.
ناټو اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتېري لري، چې دوه پر درېيمه برخه يې امريکايي ځواکونه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

