ads

د معلولانو بخور و نمير ژوند

معلولین زموږ د ټولنې هغه برخه ده چې ډېرو یې په هېواد کې د تپل شوې جګړې په ترڅ كې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي او لا هم د جګړې د دوام له کبله هره میاشت زموږ ګڼ شمېر هېوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ماینونو، چاودنو او بمباریو […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1391
د معلولانو بخور و نمير ژوند

معلولین زموږ د ټولنې هغه برخه ده چې ډېرو یې په هېواد کې د تپل شوې جګړې په ترڅ كې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي او لا هم د جګړې د دوام له کبله هره میاشت زموږ ګڼ شمېر هېوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ماینونو، چاودنو او بمباریو له کبله معلول کېږي.

معلولین زموږ د ټولنې هغه برخه ده چې ډېرو یې په هېواد کې د تپل شوې جګړې په ترڅ كې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي او لا هم د جګړې د دوام له کبله هره میاشت زموږ ګڼ شمېر هېوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ماینونو، چاودنو او بمباریو له کبله معلول کېږي.

په هېواد کې د سلګونو زرو معلولیت لرونکو انسانانو شتون د څه باندې ۳ لسیزو جنګ جګړو هغه ناوړه پایله ده چې ګڼ شمېر افغانان ورسره مخامخ دي.

دمګړۍ په ټول هېواد كې سلګونه زره معلولیت لرونکي كسان شته چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغو كسانو لپاره د زده کړو او کاري پروګرامونو په برخه کې د ځانګړو کړنلارو جوړول کولای شي د هغوی په ورځنیو چارو کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.

که څه هم له لسو کلونو راپدېخوا افغان دولت او د خیر ښېګڼې نړیوالو بنسټونو د یادو کسانو د ستونزو د هوارولو په هدف څه ناسه ګامونه پورته کړي، خو ویل کېږي چې بسنه نه کوي او د ټولنې یاده برخه لاهم ګڼې ستونزې لري.

د بشري حقونو د معلولینو د ملاتړ کمېټې د همغږۍ مسوول محمد علي محبتی وايي، که څه هم په هېواد کې د معلولیت لرونکو وګړو کره شمېره نه ده څرګنده، خو بیا هم د هغې سروې له مخې چې د هندېکپ موسسې لخوا په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ترسره شوې، اووه اعشاريه دوه فیصده وګړي معلوليت لرونكي دي.

د هغه په وينا، سره له دې چې په هېواد کې لسګونه موسسې د معلولیت په برخه کې کار کوي، خو بیا هم دغه معلولين له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه چې دې موسسو او ارګانونو په سمه توګه د دوى لپاره ګټور خدمت نه دی کړی.

مجتبى وايي چې د هېواد اتيا فيصده معلولين له فقر، ښوونیزو او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي اومرستندویه ارګانونو هم تر یوه حده د دوى د ژوند د ښه والي په هدف یو شمېر فعالیتونه ترسره کړي دي: ((  په کومه برخه کې چې زه کار کوم تر یوې اندازې په دې توانېدلی یم چې د معلولینو د ټولنو ستونزې او نظریات راټول كړم او له مسوولینو په ځانګړې توګه د قانون له جوړوونکو سره يې شریک کړم چې اوس له نېکه مرغه د کار او داسې نورو قوانینو کې معلولینو ته ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د دوى په ژوند کې یې بدلونونه راوستي دي.))

بايد وويل شي چې په ټولنه روغ خلک هم له معلولینو سره ښه چلند نه کوي چې د دوى دا كار به د معلولینو پر روان او افکارو ډېره بده او منفي اغېزه وکړي، دوى به ځان له خلکو په ګوښه او انزوا کې وساتي، له ټولو هغو اسانتیاوو څخه به چې په ټولنه کې شته بې برخې شي، ځان به د یوه اضافي انسان په توګه وشمېري او د خپلې کورنۍ د اوږوبار به وي.

له معلولينو سره د بد چلند له كبله به په کورنۍ کې هم ستونزې را پیدا شي، ځکه که یو معلول كس کولی شي د یوه فرصت او زمینې په برابرولو سره د خپل ځان او کورنۍ د اقتصادي ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي، خو په ټولنه کې د دې ستونزې له کبله دی نه شي کولی چې هم خپل ځان او هم خپلې کورنۍ ته د خدمت جوګه شي.

سربېره پر دې زموږ په ټولنه کې معلولې ښځې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د هغوى پر وړاندې له تبعیضه کار اخیستل کېږي.

ځینې وخت زموږ روغې او سالمې خویندې له دوی سره ښه او سم چلند نه کوي چې دا په خپله دوی له ژوند څخه ناامېده كوي او ځان ورته د ټولنې د نورو غړو په نسبت ضعیف او ناتوانه معلومیږي.

لازمه دا ده چې د جوماتونو ملا امامان، قومي مشران او د ټولنې با نفوذه اشخاص یا وګړي د وعظونو او تبلیغ له لارې د ښځو په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو ښځو د مقام او ارزښت په اړه خلكو ته عامه پوهای ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA