د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي. دغه دوه ورځنۍ غونډه نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې پيلېږي.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
دغه دوه ورځنۍ غونډه نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې پيلېږي.
په غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن ترڅنګ، د افغانستان، پاکستان، بريتانيا، جرمني او د ناټو اړوند هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون كوي.
د ناټو په وېبپاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به د ناټو د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي.
سرچينې زياته کړې، چې د غونډې ګډونوال به تر٢٠١٤ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت او افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسې په اړه ځانګړې خبرې وکړي.
د يادونې ده، چې دوه مياشتې مخکې هم په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د افغانستان په اړه غونډه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

