ads

د ځمكو لوى غاصبين سرې سترګې ګرځي

كه څه هم لويې څارنوالۍ د ليندى په ۶ مه د كابل د قرغې په سيمه كې د ځمكو د څو تنو غاصبينو نومونه افشا او د هغو د نيولو امر ي صادر كړ ، خو ډېرى منتقدين باوري دي چې لا هم په كور د ننه د ځمكو لوى لوى غاصبين سرې سترګې ګرځي […]

نویسنده: TKG
12 لیندۍ 1391
د ځمكو لوى غاصبين سرې سترګې ګرځي

كه څه هم لويې څارنوالۍ د ليندى په ۶ مه د كابل د قرغې په سيمه كې د ځمكو د څو تنو غاصبينو نومونه افشا او د هغو د نيولو امر ي صادر كړ ، خو ډېرى منتقدين باوري دي چې لا هم په كور د ننه د ځمكو لوى لوى غاصبين سرې سترګې ګرځي او يو شمېر يې د حكومت په لوړو پوستونو هم كار كوي.

كه څه هم لويې څارنوالۍ د ليندى په ۶ مه د كابل د قرغې په سيمه كې د ځمكو د څو تنو غاصبينو نومونه افشا او د هغو د نيولو امر ي صادر كړ ، خو ډېرى منتقدين باوري دي چې لا هم په كور د ننه د ځمكو لوى لوى غاصبين سرې سترګې ګرځي او يو شمېر يې د حكومت په لوړو پوستونو هم كار كوي.

لويه څارنوالي وايي چې د قرغې په سيمه کې د څه باندې سل جريبه دولتي ځمکې اصلي غاصبين د همدې سيمې اوسيدونکي دي چې پوليسو ته يې د نيولو امر شوی دی.

د لويې څارنوالۍ مرستيال نورحبيب جلال رسنيو ته وويل چې دغه غاصبين عبدالواسع، احسان الله او قاري شمس الله نوميږي چې دا مهال له هېواده تښتيدلي دي.

ښاغلي جلال وويل چې دغو کسانو د قرغې په سيمه کې دولتي ځمکې په خلکو پلورلې چې دا مهال ځينې کورونه هم پرې جوړ شوي دي: ((د قرغې په سيمه کې ۶۱۲ نمبر،۲۷۵۵ نمبر او ۲۷۵۴ نمبر کادستري ځمکې د خلکو له خوا غصب شوې، زموږ د څېړنو په ترڅ کې ثابته شوه چې درې کسان د دې ځمکو اصلي غاصبين دي.))

جلال زياتوي، دغه کسان د پوليسو ترتعقيب دي او سرحدي پوليسو ته هم امر شوی چې افغانستان ته د راتلو په صورت کې دغه کسان ونيسي.

تر دې وړاندې جمهور رئيس حامد کرزي د لويې څارنوالۍ په ګډون  يوه ګډ کمسيون ته دنده سپارلې وه چې د کابل د قرغې په سيمه کې د غصب شويو ځمکو مسئله وڅيړي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال نور حبيب جلال وايي چې د قرغې په سيمه کې د سپوږمۍ هوټل قراردادي هم د مخابراتي شبکو له آنتنونو غيرقانوني پيسې اخستې چې اوس دولتي بودجې ته انتقال شوي.

نوموړي وايي چې د سپوږمۍ هوټل قراردادي ته د شپږ مياشتو بند سزا ورکړل شوې ده:((د سپوږمۍ هوټل قراردادي انجنیر عبدالرحيم د روشن مخابراتي شرکت له آنتن څخه ۱۹۴۰۰ ډالره اخستي چې هغه مو بيرته ورڅخه واخستې.))

جلال ډاډ څرګندوي، هر هغه څوك به تر عدلي تعقيب ونيسي چې دولتي ځمكې يې غصب كړي دي.

د زورواكو له لوري د شخصي او دولتي ځمكو غصب هغه ستونزه ده چې له څو كلونو راهيسې يې د خلكو تر څنګ دولت هم اغېزمن كړى دى.

د يو شمېر دولتي ادارو له لوري وړاندې شوي ارقام ښيي چې په وروستيو څو كلونو كې ۴ مليون جريبه دولتي ځمكه د زورواكو لخوا غصب او لاندې شوې ده.

د روان كال په لومړيو كې كليد د غزني د ولايتي شورا د غړو د څرګندونو پر بنسټ راپور خپور كړ چې په هغه كې په دغه ولايت كې د زورواكو له لوري د ۲۰ زره جريبه ځمكې له غصب پرده پورته شوې وه.

په راپور كې د غزني د ولايتي شورا د مرستيال عبدالجامع جامع له خولې ليكل شوي وه چې يوازې د غزني ولايت په اړوندو سيمو كې د زورواكو له لوري ۲۰ زره جريبه ځمكه غصب شوې ده.

د دغه ولايت د والي مرستيال محمد علي احمدي هم د جامع د خبرو په تاييد ويلي وو چې دوى هڅه كوي دغه ځمكه بېرته د زورواكو له منګلو راوګرځوي.

له بل لوري د دې ولايت د عدليې رئيس عبدالرزاق عزيزي ويلي و چې د غزني په مركز او ولايتونو كې په ټوليز ډول شاوخوا ۱۵۴ زره جريبه دولتي ځمكه د زورواكو له لوري غصب شوې ده چې له دې جملې يوازې شاوخوا لس زره جريبه ځمكه بېرته راګرځول شوې ده.

د دې ترڅنګ د هېواد له لویديځ څخه راپورونه وايي چې يوازې په هرات ولايت كې ۶۵ زره جريبه ځمكه لا هم د زورواكو په واك كې ده.

د هرات د كرنې رئيس فقير احمد بيانګر وايي، په وروستيو كلونو كې ۱۱۰ زره جريبه د كرنې رياست اړوند ځمكه غصب شوې وه چې له ډېرو هڅو وروسته يې يوه برخه بېرته تر لاسه شوې، خو لا هم ۶۵ زره جريبه د زورواكو په كنټرول كې ده.

روان كال د ننګرهار د مومند قوم يو شمېر مشرانو او سپين ږيرو د دغه ولايت والي او يو شمېر نور پانګوال د ځمكو په غصب تورن كړل.

دغو مشرانو يو خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وكړه چې والي او يو شمېر نورو مشرانو د دې ولايت په روداتو ولسوالۍ كې ۲۰ زره جريبه دولتي ځمكه غصب کړې ده.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي له رسنيو سره د مركې پر مهال ويلي وو چې د ۱۸۹ جريبه په شاوخوا كې ځمکه د دولت ملكيت دى خو د شير محمد په نامه يو كس ته وركړل شوې چې ځمكې يې په كابل كې د دولت له لوري ضبط شوې دي.

له بل لوري له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي چې د روان كال په لومړيو شپږو مياشتو كې په كابل كې د جعلي اسنادو په جوړولو  د ښارګوټو  لپاره ۳۳ زره جريبه ځمكه غصب شوې ده.

كه څه هم دغه اداره د ځمكو په غصب كې د تورنو نوم نه اخلي، خو په دغه چاره كې د لوړپوړو دولتي چارواكو لاس لرل هم نه ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA