ads

ښه پروسه، خو چې درغلي په کې نه وي

عادي ژوند ته د وسله والو مخالفانو د راګرځولو یا ادغام مجد پروسه په ۲۰۱۰ میلادي کال د جمهور رئیس کرزي په وړاندیز د لندن په غونډه کې د نړیوالې ټولنې له لورې ومنل شوه، خو له پیل تراوسه دا پروسه له سختو انتقادونو او نیوکو سره مخ ده. داسې شکونه دي چې ځینو کسانو […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1391

عادي ژوند ته د وسله والو مخالفانو د راګرځولو یا ادغام مجد پروسه په ۲۰۱۰ میلادي کال د جمهور رئیس کرزي په وړاندیز د لندن په غونډه کې د نړیوالې ټولنې له لورې ومنل شوه، خو له پیل تراوسه دا پروسه له سختو انتقادونو او نیوکو سره مخ ده. داسې شکونه دي چې ځینو کسانو د دغه بهیر په

عادي ژوند ته د وسله والو مخالفانو د راګرځولو یا ادغام مجد پروسه په ۲۰۱۰ میلادي کال د جمهور رئیس کرزي په وړاندیز د لندن په غونډه کې د نړیوالې ټولنې له لورې ومنل شوه، خو له پیل تراوسه دا پروسه له سختو انتقادونو او نیوکو سره مخ ده. داسې شکونه دي چې ځینو کسانو د دغه بهیر په سوداګریز اړخ تکیه کړې او غواړي له دې لارې پیسې او امتیازونه وګټي او یو شمېر بیا په زور په دغه پروسه کې شامل شوي دي.

په دې اړه د کلید خبریاله کرشمه فخري لیکي:

نړیوالې ټولنې د جمهور رئیس کرزي وړاندیز ته د لندن په کنفرانس کې لبیک ووایه او دا یې ورسره ومنله چې تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې به عادي ژوند ته د وسله والو مخالفانو د راګرځولو په پروسه کې ورسره مرسته کوي، خو د اندېښنې وړ دا ده چې لږ تر لږ دوه کاله پس د دغې پروسې له پیلېدو وروسته شکایتونه موجود دي چې ځینې کسان په زور او یا هم د اقتصادي دلایلو له مخې په دغه بهیر کې راګډ شوي.

دا موضوع ځکه د اهمیت وړ ده چې د افغانستان سولې ورپورې تړلې او که چېرې هره پروسه له تقلب او درغلۍ ډکه وي، نو ناشونې ده چې د سولې پر بهیر دې مثبته اغېزه وکړي. د لیندۍ پر ۶مه د ایساف چارواکو وویل چې په تېره یوه میاشت کې عادي ژوند ته د وسله والو د بېرته راګرځېدو پروسه ګړندۍ شوې او سلګونه تنه له دغه بهیر سره یو ځای شوي او د دغې پروسې له ښېګڼو ګټه پورته کولی شي.

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګوینتر کتز چې په کابل کې خبریالانو ته وینا کوله زیاته کړه: (( فکر کوم چې څو اوونۍ مخکې کې مې تاسو ته ویلي و چې له پنځو زرو نه ډېر کسان په ټولنه کې بیرته مدغم شوي، خو نن درته ویلای شم چې اوس له پنځو زرو شپږ سوو نه ډېرو طالبانو له یاغیانو سره اړیکې پرې کړې دي، له خشونت نه یې لاس اخستی،  قوانینو ته یې غاړه ایښې او غواړي چې په خپلو کلیو، کورونو او ټولنو کې مدغم شي.))

کتز د مدغم کېدو دا پروګرام د وسله والو مخالفانو لپاره یو لوی چانس هم وباله او خبرداری یې ورکړ که چېرې مخالفان له دې موقع ګټه پورته نه کړي، یا به ووژل شي او یا به هم ونیول شي.

طالبانو چې په ډېری مواردو کې د خپلو جنګیالیو د یو ځای کېدو خبرونه رد کړي، دا ځل په دې اړوند کومه تبصره نه ده کړې، خو اسناد او شواهد ښيي چې ځینې یو ځای شوي له دغه بهیر څخه خوښ او ځینې نور بیا وايي چې دوی په زور په دغه پروسه کې شامل کړای شوي دي.

کلید اوونیزې په خپله ۵۳۷ مه ګڼه کې بشپړه څېړنې کړې وه، په دې څېړنه کې هغو ۱۳ تنو ته اشاره شوې وه چې د کندهار د امنیتي چارواکو له لوري د ادغام مجدد له پروسې سره یو ځای شوي وو. د کندهار ولایت مقاماتو هغه مهال دا ۱۳ تنه هغه وسله وال مخالفان بللي وو چې ګواکې په انفرادي توګه یې له دولت سره مخالفت درلود او د سولې د اوونۍ په احترام یې وسله اېښې وه. خو دغو کسانو له مخالفانو سره خپلې اړیکې رد کړې وې، ځانونه یې د ټولنې عادي کسان او د زندانیانو پایوازان ګڼلې و چې په زور په دغه پروسه کې شامل کړای شوي دي.

د عزیزالله په نوم یوه تن ویلي و:  نه وسله لرم او هم له مخالفانو سره کوم ارتباط.))

که څه هم هغه مهال د کندهار د سولې عالي شورا چارواکو دا ادعاوې رد کړې، خو داسې شکونه یې راوپارول چې ښايي په دغه پروسه کې تقلب او درغلۍ ځای نیولی وي.

د طالبانو د وخت پخوانی دپلومات وحید مژده هم پر همدې باور دی، نوموړی وايي داسې شواهد ترسترګو شوي چې په دغه پروسه کې له تقلب کارۍ پرده پورته کوي.

د مژده په خبره د ادغام مجدد پروسې یوه لاسته راوړنه به د یوه ولایت لپاره دا وي چې امنیه قومندان او والي امتیاز ترلاسه کوي: (( څه وخت مخکې یې په بغلان ولایت کې یو شمېر کسان د طالب په نوم راوستل، حال دا چې زه د هماغې سیمې یم او پوهېږم چې هغوی د سیمې خلک و چې له دغې پروسې سره یو ځای شوي.))

د دغه کارپوه په خبره دا پروسه د هغو کسانو لپاره ګټوره ده چې پیسې اخلي، ځکه ځینې داسې کسان شته چې عواید یې بسنه نه کوي او په ولایتونو کې د نورو لارو چارو په لټه راوځي.

د ایساف د ادغامولو د پروسې مسوول جنرال دیوید هوک که څه هم د جعلکارۍ شتوالی د ایساف لپاره د اندېښنې وړ ګڼي، خو وايي د څېړنې کوم پړاو چې افغان چارواکي ترسره کوي دا اندېښنې راکمولی شي. د هوک په خبره د ۲۰۱۰ میلادي اکتوبر په میاشت کې چې دا پروګرام پیل شو د څېړنې پروسه نه وه موجوده، هغه وايي:(( زیات وخت یې نیولو، له هغه وروسته چې ټول جذب شوي کسان وڅېړل شول په شرایطو برابر کسان جذب او نور وایستل شول.))

دا په داسې حال کې ده چې د ایساف پخواني ویاند کرستین جاکوبسن هم ویلي وو(( د افغانستان په لویدیځ کې کوم کسان چې د مخالفانو په نوم له دولت سره یو ځای، د هغوی هدف د مادي امتیازاتو ګټل و، له همدې کبله وه چې دا پروګرام په یادو سیمو کې په ټپه ودرېد.))

له بلې خوا د روان لمریز( ۱۳۹۱کال) د وري په ۹مه د سولې ( پترو) تربیوي او تحقیقاتي موسسې د یوې نظر پوښتنې د پایلې د خپراوي په ترڅ کې ویلي وو چې خلک د افغان دولت د مخالفو وسله والو د یو ځای کېدو پر پروسې بې باوره دي، ځکه دا پروسه د مجرمینو په ګټه تمامه شوې. دا نظر پوښتنه په ۱۶ولایتونو کې له ۵۰۰۰ سره د مرکو پر بنیاد شوې وه چې له ۵۰ فیصدو ډېرو کسانو ویلي وو چې د ادغام مجدد پروسه  د مجرمانو په ګټه تمامه شوې ده او بې له دې چې زړې وسله تر ګوتو شي بله ګټه یې نه ده لرلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA