د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان د سولې عالي شورا له مشر سره د ليدنې پر مهال د سولې له پروسې څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان د سولې عالي شورا له مشر سره د ليدنې پر مهال د سولې له پروسې څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.
د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني په رسمي سفر امريکا ته تللى او پرون ناوخته يې د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن هيلري کلنټن سره وليدل.
تر دې ليدنې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولانډ خبريالانو ته وويل، چې مېرمن کلنټن د صلاح الدين رباني په مشرۍ دسولې د عالي شورا له هغو هڅو څخه ملاتړ وکړ، چې د سولې په اړه يې پيل کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزېرې په واشنګټن کې يوې بلې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د امنيت د لېږد پروسه په ښه توګه روانه ده او تر ٢٠١٤ کال پورې به افغان حكومت د ټولو چارو مسووليت پر خپله غاړه واخلي.
مېرمن کلنټن هيله څرګنده کړه، چې افغان حکومت به د اداري فساد پرضد کلکه مبارزه او د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره به هلې ځلې دوه برابره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


