د امريکا دفاع وزير ليون پنيتا وايي، چې دوى تر ٢٠١٤ کاله وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله شتون غواړي. نوموړي په پنټاګون كې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې تر ٢٠١٤ کال پورې په افغانستان کې د امنيت د لېږد د
د امريکا دفاع وزير ليون پنيتا وايي، چې دوى تر ٢٠١٤ کاله وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله شتون غواړي.
نوموړي په پنټاګون كې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې تر ٢٠١٤ کال پورې په افغانستان کې د امنيت د لېږد د پروسې تر بشپړېدو وروسته امريکا غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله شتون ولري.
د نوموړي په وينا، په افغانستان کې د شتون پر مهال به امريکا په دغه هېواد کې درېيو مهمو شيانو ته پاملرنه کوي.
هغه ويلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کول، د وړتيا لوړولو په هدف د افغان ملي ځواکونو روزنه او ورسره همکاري کول او د افغان حکومت د وړتياوو لوړول د دوى له مهمو هدفونو څخه دي.
د هغه په وينا، د امريکا هدف په افغانستان کې دوامداره شتون دى او هغه ددې لپاره که چېرې القاعده يو ځل بيا ګواښ رامنځته کړي، نو دوى به يې په نښه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


