د بښنې نړيوالې ټولنې يا امنيستي انټرنېشنل افغان حکومت ته د بنديانو د نه سپارلو په اړه د بريتانيا د پرېکړې هرکلى وکړ. د بريتانيا حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځيان به په افغانستان کې نور افغان چارواکو ته بنديان، د دې لپاره، چې شکنجه نه
د بښنې نړيوالې ټولنې يا امنيستي انټرنېشنل افغان حکومت ته د بنديانو د نه سپارلو په اړه د بريتانيا د پرېکړې هرکلى وکړ.
د بريتانيا حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځيان به په افغانستان کې نور افغان چارواکو ته بنديان، د دې لپاره، چې شکنجه نه شي، نه سپاري.
د بريتانيا د دفاع وزارت يوه ويندوى تاييد کړه، چې د چهارشنبې له ورځې يې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د بنديانو سپارل درولي دي.
د بښنې د نړيوالې ټولنې د اسيا پسيفيک د پروګرام مرستيال پولي ترسکاټ د بريتانيا د پرېکړې له اعلانېدو وروسته دا د بريتانيا د حکومت له لوري يو مثبت ګام وباله.
د بشري حقونو موسسو او ملګرو ملتونو پخوا د افغان حكومت په توقيف ځايونو کې له بنديانو سره د ناوړه او ځيږ چلند په خاطر ډېره جدي اندېښنه ښکاره کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


