د امريکا د متحده ايالاتو سنا له افغانستان څخه د سرتېرو په چټک ايستلو راى ورکړې. د سنا غړيو په ۶۲ موافقو او ۳۳ مخالفو رايو سره د دفاعي پاليسۍ په لايحه کې تعديل، چې له افغانستانه د چټک وتلو
د امريکا د متحده ايالاتو سنا له افغانستان څخه د سرتېرو په چټک ايستلو راى ورکړې.
د سنا غړيو په ۶۲ موافقو او ۳۳ مخالفو رايو سره د دفاعي پاليسۍ په لايحه کې تعديل، چې له افغانستانه د چټک وتلو غږ کوي او الزامي حکم نه لري، تصويب کړ .
څېړونکې وايي، د سنا دا پرېکړه ممکن جمهور رئيس بارک اوباما او پوځ ته، چې له افغانستان څخه د ۶۶ زرو امريکايي سرتېرو د ايستلو پر مهالوېش بحث کوي، يو څرګند پيغام ورکړس .
سناتور جېف ميرکلي، چې په دفاعي پاليسۍ کې د تعديل اصلي طراح دى، استدلال کوي، چې القاعده شبکه د نړۍ په نورو برخو کې غښتلې ده او په افغانستان کې نظام جوړونه تر ډېره حده ناکامه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


