ads

په ويانا کې نن د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې كېږي

د ملګروملتونو د اټومي څارنې اداره نن په ويانا کې د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي. دغه خبرې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د هغه راپور له خپرېدو وروسته ترسره کېږي، چې ويلي يې دي ايران ممکن ډېر ژر تر ځمکې لاندې د فردو په اټومي د ملګروملتونو د اټومي څارنې […]

نویسنده: TKG
9 لیندۍ 1391
په ويانا کې نن د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې كېږي

د ملګروملتونو د اټومي څارنې اداره نن په ويانا کې د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي. دغه خبرې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د هغه راپور له خپرېدو وروسته ترسره کېږي، چې ويلي يې دي ايران ممکن ډېر ژر تر ځمکې لاندې د فردو په اټومي

د ملګروملتونو د اټومي څارنې اداره نن په ويانا کې د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي.

دغه خبرې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د هغه راپور له خپرېدو وروسته ترسره کېږي، چې ويلي يې دي ايران ممکن ډېر ژر تر ځمکې لاندې د فردو په اټومي تاسيساتو کې نور سانټرفيوجونه هم فعال کړي.

د ايران د اټومي انرژۍ لوړ رتبه چارواکي وويل، ايران به د يورانيمو د تصفيه کولو پروسې ته شدت ورکړي.

فريدون عباسي وويل، ايران پر دې هېواد د ملګروملتونو او لويديځ له لګولو شويو اقتصادي بنديزونو سره سره، په اټومي برخه کې پرمختګ کوي.

عباسي ونه ويل، چې د يورانيمو د تصفيه کولو چارو ته په شدت ورکولو سره غواړي د سون موادو اندازه ترپنځو فيصدو او که له شلو فيصدو زياته پرمخ يوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA