د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې په اسلام اباد کې وويل، چې د کابل او طالبانو تر منځ به د سولې په خبرو کې پاکستان نوره مرسته وکړي. حنا رباني کر رويټرز خبري اژانس ته پرون څرګنده کړه، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او که چېرته هلته امنيت ټينګ نه شي پاکستان به
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې په اسلام اباد کې وويل، چې د کابل او طالبانو تر منځ به د سولې په خبرو کې پاکستان نوره مرسته وکړي.
حنا رباني کر رويټرز خبري اژانس ته پرون څرګنده کړه، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او که چېرته هلته امنيت ټينګ نه شي پاکستان به هم ښايي بې ثباته شي.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې اسلام اباد د افغانستان د سولې د عالي شورا له غوښتنې سره سم د منځنۍ کچې يو شمېر افغان طالبان خوشې کړل، څو د روغې جوړې په خبرو کې مرسته وکړي.
د کابل او طالبانو د روغې جوړې د نويو هڅو په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې نور توضحيات نه دي ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


