ads

سوريه كې دوو موټر بم چاودنو پنځوس تنه ووژل

په سوريه کې د بشري حقونو فعالان وايي، د دمشق په لمنو کې دوو موټر بم چاودنو لږ تر لږه پنځوس تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي. حکومتي خبري اژانس سانا وايي، تروريستان د دې بريدونو تر شا دي، چې د جارمانا سيمې ختيځ ته شوې دي. په سوريه کې د بشري […]

نویسنده: TKG
9 لیندۍ 1391
سوريه كې دوو موټر بم چاودنو پنځوس تنه ووژل

په سوريه کې د بشري حقونو فعالان وايي، د دمشق په لمنو کې دوو موټر بم چاودنو لږ تر لږه پنځوس تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي. حکومتي خبري اژانس سانا وايي، تروريستان د دې بريدونو تر شا دي، چې د جارمانا سيمې ختيځ ته شوې دي.

په سوريه کې د بشري حقونو فعالان وايي، د دمشق په لمنو کې دوو موټر بم چاودنو لږ تر لږه پنځوس تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.

حکومتي خبري اژانس سانا وايي، تروريستان د دې بريدونو تر شا دي، چې د جارمانا سيمې ختيځ ته شوې دي.

بل لور ته د سوريې په شمال کې ياغيان ادعا کوي، چې دوى د دارة العزة په ښارګوټي کې يوه حکومتي الوتکه نسکوره کړې او پيلوټ يې نيولى دى.

رپوټونه وايي، داسې ښکاري، چې جېټ الوتکه په توغندي ويشتل شوې وي.

د بشري حقونو فعالان اټکل کوي، چې په سوريه کې د دوه زره يوولسم کال د مارچ له مياشتې راهيسې د بشار الاسد د رژيم پرضد په پيل شوي پاڅون کې تر څلوېښت زره ډېر کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA