د روسيې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې پر ناټو ځواکونو نيوکه کړې، چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د روسيې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې پر ناټو ځواکونو نيوکه کړې، چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د روسيې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د فډرالي ادارې مشر ويټور اووانوف تېره ورځ ويلي، چې په زياته کچه په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد اروپايي اتحاديې لپاره يو ګواښ دى او ناټو هم دا ستونزه منلې ده.
هغه زياته کړې، چې د اروپايي اتحاديې اړوند هېوادونه نه شي کولى له اروپا څخه بهر ددې پر ضد مبارزه وکړي.
اووانوف ويلي، روسيه دې ته چمتو ده، چې ددې ستونزې په برخه کې له ناټو سره همکاري وکړي، خو شکايت يې وکړ، چې ناټو نه غواړي ددوى دادارې يوه استازي ته په بروکسل کې ونډه ورکړي.
د روسيې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د فډرالي ادارې د معلوماتو له مخې، هر کال په روسيه کې سل زره كسان د نشه يي توکو د کارونې له كبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


