د جرمني د بهرنيو چارو وزير ټينګار کړى، چې هېواد به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته شا نه کړي، بلکې له دې هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ټينګار کړى، چې هېواد به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته شا نه کړي، بلکې له دې هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
له خپل افغان سيال سره په برلين کې پرون له خبرو وروسته ګويدې ويستر ويلې وويل، هېواد به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان حکومت او خلکو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
نوموړي دا ومنله، چې د افغانستان په مسئله کې سختې ورځې لا په مخ کې دي او دوى به په روانه اونۍ کې د افغانستان د جګړې د پرمختګونو او په دغه هېواد کې د موجودو ستونزو په اړه يو راپور د جرمني پارلمان ته وړاندې کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول بيا ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال پورې د دې جوګه شي، چې د خپل هېواد امنيتي مسوليتونه پرغاړه واخلي.
جرمني دا مهال په افغانستان کې څه د پاسه ۴ زره سرتېري لري، چې زيات شمېر يې په شمالي ولايتونو كې مېشت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

