ads

اوباما په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د ساتلو پر پلانونو غور كوي

يو لوړ رتبه امريکايي چارواكى وايي، چې جمهوررئيس بارک اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د شاوخوا لسو زرو امريکايي سرتېرو د ساتلو پر پلانونو غور کوي. يو لوړ رتبه امريکايي چارواكى وايي، چې جمهوررئيس بارک اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د شاوخوا لسو زرو امريکايي سرتېرو د ساتلو پر […]

نویسنده: TKG
7 لیندۍ 1391

يو لوړ رتبه امريکايي چارواكى وايي، چې جمهوررئيس بارک اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د شاوخوا لسو زرو امريکايي سرتېرو د ساتلو پر پلانونو غور کوي.

يو لوړ رتبه امريکايي چارواكى وايي، چې جمهوررئيس بارک اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د شاوخوا لسو زرو امريکايي سرتېرو د ساتلو پر پلانونو غور کوي.

دغه امريکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې سپينه ماڼۍ دا مهال له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې له ۶ زرو تر پينځلسو زرو امريکايي سرتېرو د ساتلو پلانونه څېړي.

د متحده ايالاتو د دفاع د وزارت وياند بيا په دې اړه، چې څومره شمېر سرتېري به په افغانستان کې د امريکا د پوځي ماموريت له پاى ته رسېدو وروسته پاتې کېږي، له څه ويلو ډډه کړې ده.

د امريکا ددفاع وزارت وياند جورج ليټل د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو هر ډول حضور د افغان حکومت د بلنې او غوښتنې پر اساس وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA