له خيبر پښتونخوا ايالت څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار يو ځل بيا د ډيره اسماعيل خان په (چوغله) سيمه کې درنه چاودنه شوې، چې له كبله ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له خيبر پښتونخوا ايالت څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار يو ځل بيا د ډيره اسماعيل خان په (چوغله) سيمه کې درنه چاودنه شوې، چې له كبله ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې له يادې سيمې څخه د عاشورا د مراسمو جلوس د تېريدو په حال کې و.
ويل كې په دې چاودنه كې ٥ تنه وژل شوي او شاوخوا ٧٠ تنه ټپيان دي.
چارواکي وايي، ژوبل کسانو نږدې ځايي روغتون ته د درملنې په موخه استول شوي، چې پكې ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت كې د روغتون ډاكټران وايي، چې دوى ته وروړل شويو ټپيانو له ډلې د يو شمېر هغو روغتيايي حالت ترينګلى دى.
د ويلو ده، چې پرون هم په ډيره اسماعيل خان کې د يوې بمي چاودنې له کبله ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

