ads

د قانون پلي کېدل، ګټور ګام

تاوتریخوالی هغه شومه پدیده ده چې له کلونو را پدېخوا یې زموږ په هېواد کې تر نورو زیات د ښځو او ماشومانو لمن نیولې، ځكه چې ښځې او ماشومان زموږ په ټولنه کې هغه محروم او محکوم کسان دي چې د ټولنې د نورو وګړو یا نارینه و لخوا ورته کمه پاملرنه او یا هم […]

نویسنده: TKG
5 لیندۍ 1391
د قانون پلي کېدل، ګټور ګام

تاوتریخوالی هغه شومه پدیده ده چې له کلونو را پدېخوا یې زموږ په هېواد کې تر نورو زیات د ښځو او ماشومانو لمن نیولې، ځكه چې ښځې او ماشومان زموږ په ټولنه کې هغه محروم او محکوم کسان دي چې د ټولنې د نورو وګړو یا نارینه و لخوا ورته کمه پاملرنه او یا هم هېڅ نه ده شوې.

تاوتریخوالی هغه شومه پدیده ده چې له کلونو را پدېخوا یې زموږ په هېواد کې تر نورو زیات د ښځو او ماشومانو لمن نیولې، ځكه چې ښځې او ماشومان زموږ په ټولنه کې هغه محروم او محکوم کسان دي چې د ټولنې د نورو وګړو یا نارینه و لخوا ورته کمه پاملرنه او یا هم هېڅ نه ده شوې.

په تېرو لسو کلنو کې چې د نړیوالې ټولنې پاملرنه زموږ هېواد ته را ګرځېدلې، یو شمېر بنسټونه د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو په خاطر په کار لګیا دي او په هېواد کې مدني ټولنې او ښځینه بنسټونو هم تل د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ غږ پورته کړی، خو له بده مرغه لکه څنګه چې باید ګتور واقع شي داسې نه دي شوي، بلکې ورځ تر بلې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرو ځوروونکو بڼو د ترسره کېدو خبرونه اورو.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بڼې مختلفې دي، فزیکي تاوتریخوالی (وهل ټکول)، جنسي تاوتریخوالی ( جنسي تېری او یا فحشا ته د ښځې اړ ایستل)، په زوره او په بدو کې د ښځې یا نجلۍ ودول، له خوښې پرته او د پیسو په مقابل کې د نجلۍ یا ښځې ورکول، د میراث او زده کړې له حق څخه د ښځې محرومول او داسې نور هغه موارد دي چې زموږ په دودیزه ټولنه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې شتون لري.

سربېره پر دې یو ډول بل تاوتریخوالی، پر جنسیت باندې ولاړ تاوتریخوالی دی چې د جنس او جنسیت پر بنسټ رامنځته کېږي او په دې معنا دی چې په پایله کې د ښځو پر وړاندې د فزیکي، جنسي یا رواني ځورونې امکان رامنځته كوي. ښځې او نجونې په غیر متناسب ډول پر جنسیت باندې د ولاړ تاوتریخوالي اصلي قربانیانې دي.

د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالی په افغانستان کې ډېر حساس دی، دا د څو لسیزو جګړو، د قانون د لږ پلي کېدو او د ټولنیز دودیز جوړښت پايله ده چې له كبله یې د ښځو د حقونو په خوندي کولو کې ناکامي رامنځته کېږي. په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې يو رپوټ وړاندې کړ چې ۸۷ فيصده ښځې په هېواد کې د تاوتریخوالي له یوې یا بېلابېلو بڼو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې درې کاله مخکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په خاطر یو قانون په څلورو فصلونو او ۲۴ مادو کې د جمهوررئيس لخوا توشیح شو، خو ستونزه د قانون په عملي کېدو کې ده، که قانون په بشړه توګه د عمل جامه واغوندي، څرګنده ده چې تاوتریخوالی به ورو، ورو له منځه لاړ شي.

زموږ په سنتي ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون پلي کېدل، د عامه پوهاوي د کچې لوړېدو ته اړتیا لري.

د چارو شنونکي وايي چې د ټولنې د علمي او فرهنګي کچې د ټيټوالي له كبله په اوسنیو شرایطو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په ښه توګه نشي پلي کېدای.

له فرهنګي او اقتصادي اړخه د ټولنې وروسته پاتې کېدنه، د سواد د کچې ټیټوالی، له اسلامي احکامو څخه د خلکو ناخبري او په عدلي او قضايي بنسټونو کې اداري فساد او نا امني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د زیاتېدو ستر علتونه بلل کېږي.

تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې مېرمن مژګان مصطفوي وویل: (( په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره یو عالي کمېسیون په کابل کې جوړ شوی چې په ۷ ولایتونو کې یې اړونده څانګې پرانیستل شوي او ټاکل شوې چې په ۶ نورو ولایتونو کې هم خپل فعالیت پیل کړي.))

د مېرمن مصطفوي په وینا، په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ځانګړې محکمې جوړېدنه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د پلي کېدو په برخه کې یو ستر فعالیت دی چې په پام کې ده د دې محکمې څانګې په ولایتونو کې هم پرانیستل شي.

همدارنګه د ښځو چارو وزیرې مېرمن حسُن بانو غضنفر وویل چې د وخت په تېرېدو سره په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون د پلي کېدو لپاره زمینه برابرېږي: (( زموږ ټولنه یوه سنتي ټولنه ده، نه منونکي دودونه او عادتونه لاهم حاکمیت لري، قوانین هم کله چې نافذ شي یو په یو تطبیق کېداى نشي، نو یوې مودې ته اړتیا ده چې په دې برخه کې زمینه سازي وشي او ددې قانون پلي کولو ته د خلکو روحیه آماده شي.))

دیني عالم مولوي رضوان الله په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي او په اسلام کې له ورکړل شويو حقونو څخه د ښځو د محرمېدو ستر علت؛ د اسلام په رڼا کې له حق او حقونو څخه د خلکو ناخبري بولي.

خو په دې وروستیو کې چې کومې علني یا ښکاره محکمې دایرې شوې څه نا څه یې د خلکو په ذهنونو کې د تاوتریخوالي پر ضد د رښتینې مبارزې باور او هیله مندي زیاته کړې او که په راتلونکې کې هم دا لړۍ دوام ومومي ښې او مثبتې پایلې به ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA