د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې په يوه کارخانه کې د اورلګېدنې له كبله شاوخوا ١٢١ تنه مړه شوي دي. د ځايي چارواکو په وينا دغه اورلګېدنه د ( نشچنت ) ايالت په ( اشوليا ) سيمه کې د جامو جوړولو په يوه کارخانه کې رامنځته شوې.
د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې په يوه کارخانه کې د اورلګېدنې له كبله شاوخوا ١٢١ تنه مړه شوي دي.
د ځايي چارواکو په وينا دغه اورلګېدنه د ( نشچنت ) ايالت په ( اشوليا ) سيمه کې د جامو جوړولو په يوه کارخانه کې رامنځته شوې.
چارواکي همداراز زياتوي، چې د اور پر مهال په دغه اته پوړيزه ودانۍ کې شاوخوا ٢٥٠ کاريګرو کار کولو، چې په دغه پېښه کې ١٢١ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي، چې د ځېنو ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په مړو شويو کسانو کې ګڼ شمېر ښځې هم شاملې دي.
تراوسه د اورلګېدنې لامل نه دى په ګوته شوى، خو چارواکي وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

