په ملګرو ملتو کې د ايران دايمي استازي د دغه سازمان سرمنشي ته د يوه ليک له لارې په فارس خليج او عمان سمندرګي کې د امريکا سمندري ځواکونو لخوا د ايران هوايي پولو ته پر ننوتلو اعتراض کړی.
په ملګرو ملتو کې د ايران دايمي استازي د دغه سازمان سرمنشي ته د يوه ليک له لارې په فارس خليج او عمان سمندرګي کې د امريکا سمندري ځواکونو لخوا د ايران هوايي پولو ته پر ننوتلو اعتراض کړی.
محمد خزاعي، په دغه ليک کې پر امريکايي ځواکونو تور لګولی، چې په فارس خليج کې ناقانونه او پارونکې كړنې ترسره کوي.
د ايران لخوا دا اعتراضيه ليک د ملګرو ملتو امنيت شورا ته هم استول شوی دی.
په دې ليک کې ويل شوي، چې د امريکا د سمندري ځواکونو الوتکې تېره مياشت ۷ ځلې په بوشهر ساحلي سيمو کې د ايران پولو ته ننوتلي.
د ايران حکومت خبرداری ورکړی، چې د دا راز پارونکو کارونو مسوليت د امريکا متحده ايالاتو ته متوجه دی.
تر اوسه د امريکا حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


