ads

مولانا فضل الرحمن: امريکا بايد په ټاکلي وخت پوځيان وباسي

د پاکستان د پارلمان غړى او د جمعيت علماى اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې امريکا او متحدان يې بايد له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپل پوځيان له افغانستانه وباسي، څو سياسي پروسه پيل شي او د کورنۍ جګړې د پيلېدو مخه ونيول شي. د پاکستان د پارلمان غړى او د جمعيت علماى […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1391
مولانا فضل الرحمن: امريکا بايد په ټاکلي وخت پوځيان وباسي

د پاکستان د پارلمان غړى او د جمعيت علماى اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې امريکا او متحدان يې بايد له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپل پوځيان له افغانستانه وباسي، څو سياسي پروسه پيل شي او د کورنۍ جګړې د پيلېدو مخه ونيول شي.

مولانا فضل الرحمان تېره ورځ په پېښور کې يوې قبايلي جرګې ته په وينا کې وويل، په افغانستان کې سوله يوازې هغه وخت راتلاى شي، چې امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي.

په داسې حال کې، چې مولانا فضل الرحمان له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د بيا نه پيلېدو لپاره ضروري بولي، ډېر نور کتونکي وايي، که امريکايي پوځيان تر وتلو مخکې په افغانستان کې سوله را نه ولي افغانستان به د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA