ads

غزه كې د وژل شويو كسانو شمېر له ۱۰۰ واوښت

په غزې تړانګه کې د حماس چارواکي وايي، چې د شپږ ورځني تاوتريخوالي په اوږدو کې د وژل شويو کسانو شمېر له سلو او د ټپيانو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی. په غزې تړانګه کې د حماس چارواکي وايي، چې د شپږ ورځني تاوتريخوالي په اوږدو کې د وژل شويو کسانو شمېر له سلو او […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1391
غزه كې د وژل شويو كسانو شمېر له ۱۰۰ واوښت

په غزې تړانګه کې د حماس چارواکي وايي، چې د شپږ ورځني تاوتريخوالي په اوږدو کې د وژل شويو کسانو شمېر له سلو او د ټپيانو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.

په غزې تړانګه کې د حماس چارواکي وايي، چې د شپږ ورځني تاوتريخوالي په اوږدو کې د وژل شويو کسانو شمېر له سلو او د ټپيانو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.

اسراييلو د دوی سيمو ته د توغنديو ويشتلو درولو په هدف پر غزه خپلې بمبارۍ روانې ساتلې دي.

فلسطيني جنګياليو د دوشنبې ورځې په اوږدو کې پر اسراييلو څه د پاسه ۱۰۰ توغندي ويشتلي دي.

له تېرې چهارشنبې راهيسې درې اسراييليان وژل شوي دي.

د اوربند خوندي کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او ټاكل شوې، چې نن د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون په قاهره كې د مصر له جمهوررئيس محمدمرسي سره وګوري.

دی پلان لري، چې په راتلونکو ورځو کې د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او فلسطيني مشر محمود عباس سره هم وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA