تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې يوې بمي چاودنې لږ تر لږه اوه ويشتو تنو شعيه ماتم كوونكو ته مرګ ژوبله واړوله. پوليس وايي، چاودنه ماخوستن مهال د دې ښار په عباسي ټاون سيمه کې د شعيه ګانو يوې تکيه خانې ته نژدې د پوليسو او نيمه پوځي ځواکونو امنيتي
تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې يوې بمي چاودنې لږ تر لږه اوه ويشتو تنو شعيه ماتم كوونكو ته مرګ ژوبله واړوله.
پوليس وايي، چاودنه ماخوستن مهال د دې ښار په عباسي ټاون سيمه کې د شعيه ګانو يوې تکيه خانې ته نژدې د پوليسو او نيمه پوځي ځواکونو امنيتي تالاشۍ ته څېرمه شوې.
د کراچۍ د پوليسو مشر اقبال محمود د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې چاودنه په هغه موټر سايکل کې شوې، چې چاودېدونکي توكي له وړاندې پکې ځاى پرځاى شوي او د پوليسو امنيتي پوستې ته څېرمه درول شوى و.
نوموړي د روغتيا وزارت د سرچينو له قوله وويل، چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.
اقبال محمود وايي، چې په ټپيانو کې پنځه تنه امنيتي سرتېري او نور يې ملكي وګړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


