اسلام اباد ته د صلاح الدين رباني د تلو ډنډوره له پوره مودې راهيسې ډنګېدله، مګر له دومره اوږده ځنډ وروسته، څنګه او ولې د سولې عالي شورا پلاوى په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر رباني کهر مېلمه شو؟ په دې اړه د كليد سياسي مبصر نورولي سعيد شينوارى ليكي:
اسلام اباد ته د صلاح الدين رباني د تلو ډنډوره له پوره مودې راهيسې ډنګېدله، مګر له دومره اوږده ځنډ وروسته، څنګه او ولې د سولې عالي شورا پلاوى په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر رباني کهر مېلمه شو؟ په دې اړه د كليد سياسي مبصر نورولي سعيد شينوارى ليكي:
ټاكل شوې وه د سږني كال په زمري ((اګست)) مياشت كې د سولې عالي شورا پلاوى اسلام اباد ته د دې لپاره سر ورښكاره كړي چې له پاكستانه په افغانستان كې د سولې خيرات وغواړي او د هغه ځاى حكومت دې ته قانع كړي چې په كوم تيلي مو چې افغانستان ته اور ورته كړى، نو دا ستاسې لپاره هم په زيان تمامېدلى شي.
په هغو ورځو كې د پاكستاني راكټونو را ورېدلو او نورو ترينګلتياوو له كبله دا خبرې اترې وځنډېدلې، يا شايد پاكستان دې ډول خبرو ته په هغه وخت کې لېوالتيا نه ښوده، ځكه افغان دولت د دغه حكومت په استخباراتي ادارې د پروفيسور برهان الدين رباني د وژلو تور لګولى و، يا هم كېداى شي نور عوامل د سولې د دغه سفر په مخ كې خنډ وو. هر څه چې وو د افغانستان د سولې عالي شورا ځېنو چارواكو ويل، ترهغه چې پاكستان رښتينې مرستې ته چمتو نه شي، نو دوى به دغه هېواد ته سفر ونه كړي.
خير اوس كه پاكستان رښتينې مرستې ته چمتو شوى هم وبولو او د ثبوت لپاره يې د حنا رباني كهر بلنه شين څراغ وګڼو، نو خبره دا ده چې دواړه لوري به د سولې راوستو په نيت كوم شرطونه وړاندې او څرنګه به د سولې هڅې ګړندۍ کړي؟ په تېره بیا چې د ملاعمر مرستیال ملابرادر چې له کابل سره سولې ته لیواله وو، دوه کاله وړاندې د پاکستان استخباراتو ونیو او بند ته یې وغورځاوه او دا پروسه یې زیانمنه کړه.
که له دې هم راتېر شو له پاكستاني چارواكو سره، مخكې هم څو څو وارې په دې خاطر د سولې غونډې شوي چې طالبان د خبرو مېز ته كېنوي، په ۱۳۸۵ كال د كابل په كوربه توب د امن جرګه په همدې نيت جوړه شوې وه چې دا هېواد به په جګړه ځپلي افغانستان كې د جنګ په لګيدلي اور اوبه راسره واړوي، خو ولې دغه ډول ناستې هوايې او بې پايلې ټكي پاى ته ورسېدې؟ ايا په دې خاطر چې تر ۲۰۰۹ كاله پورې له طالبانو پاكستان ته خطره نه وه متوجه او كه پاكستان ته هغه مهال په روانه لوبه كې ځان بريالى ښكارېده؟
په هرحال دمګړۍ دا دى دغه هېواد د سولې عالي شورا ته د بلنې لاس خوځولى دى، كه ووايو چې ځه كه هر څنګه وه، نو تېر په هېر او دا دى د سولې د خبرو لپاره پاكستان صادق، د بسوګۍ واده هم تيار او صلاح الدين رباني په ښه نيت ورغوښتل شوى، خو د دې بلنې اصلي مقصد لا هم د ابهام په پردو کې پټ دی، ځکه د پاکستان له لوري فقط دومره ویل شوي چې صلاح الدين رباني به په اسلام اباد كې له طالبانو سره د نيغ په نېغه خبرو كولو پروسې د بيا راژوندي كولو په هدف د پاكستان له چارواكو سره خبرې كوي.
خو د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار بیا د افغان پلاوي د خبرو اجنډا په لږ څه تفصيل بیان کړې او وايي چې له پاكستاني چارواكو سره به د راكټي بريدونو او د طالب رهبرانو د خوشې كولو پر سر خبرې وشي.
نوموړي دا هم ويلي چې په دې اړه دواړو هېوادونو نږدې دوه مياشتې په غلې دپلوماسۍ كار كړى او په دې سلا شوي چې د سولې په پروسه به وغږېږي، پاكستان يو بل ګام هم اخستى او هغه دا چې د طالبانو د واكمنۍ د يو كلك ملاتړي قاضي حسين احمد په يوه تازه مركه كې ويلي، دى چمتو دى چې افغان حكومت سره د حزب اسلامي او طالبانو په روغه جوړه كې مرسته وكړ، حال دا چې پنځه كاله وړاندې د قاضي د ګوند نږدې ملګرى مولانا فضل الرحمان د خپلې ګېډې په دې فتوا كابل ته د امن جرګې لپاره نه راته چې په وينا يې دلته اسلامي حكومت نه و، همدا و چې بيا يې نيت د ايران په لوري وتاړه او تهران ته ولاړ، څو وښيي چې افغانان هر څومره په خپلو كې وژني دوى ته تفاوت نه لري.
هغه مهال د پاكستان ګوته خوږ نه وه، ځكه مولانا داسې خبرې كولې او اوس پاكستان د بحران او يوازې والي خواته روان دى، نو قاضي او خارجه وزيرې يې هم ځكه ګوړه په لاس نيولې ده، خو خير هر څه چې دي، دا مو خداى ته سوال دى چې له دې وروسته افغانان د پرديو په خوله او مېز نه، بلكې د خپل فرض له مخې په خپل ټغر كېني، ټوپك وغورځوي، د هېواد د سوكالۍ سوګند پورته كړي او د ګاونډيانو د سياسي منافقتونو له ګردابه راووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

