په داسې حال كې چې له پاكستان سره د افغانستان اقتصادي او نظامي اړيكې له مختلفو لوړو ژورو سره مخ دي، خو د ارګ د معلوماتو له مخې جمهور رئيس كرزي هند ته د خپل وروستي څلور ورځني سفر په ترڅ كې د اقتصادي او نظامي همكاريو سندونه لاسليك كړي.
په داسې حال كې چې له پاكستان سره د افغانستان اقتصادي او نظامي اړيكې له مختلفو لوړو ژورو سره مخ دي، خو د ارګ د معلوماتو له مخې جمهور رئيس كرزي هند ته د خپل وروستي څلور ورځني سفر په ترڅ كې د اقتصادي او نظامي همكاريو سندونه لاسليك كړي.
د جمهوري رياست د خپرو كړو معلوماتو له مخې جمهور رئيس کرزي له هندي چارواكو سره د نورو مواردو تر څنګ په نظامي برخه كې د ملي پوليسو د روزنې او د اقتصادي همكاريو سندونه لاسلیک کړي دي.
سياسي شنونكو هم هند ته د جمهور رئيس د وروستي سفر هركلى كړى او وايي، د سېمې د هېوادونو په لړ كې له دغه هېواد سره د اړيكو پراخول د افغانستان په ګټه دي.
شنونكي په دې باور دي چې كه د سيمې هېوادونه له افغانستان سره په صداقت چلند وكړي او په دې هېواد كې سوله راشي، نو د ا د ټولې سيمې په ګټه ده، خو ځېنې يې بيا دې ته اندېښمن دي چې هند ته په ورنږدې كېدو به ګاونډی پاكستان لا په افغانستان كې بې ثباتۍ او لاسوهنو ته زور وركړي.
سياسي كارپوه مياګل وثيق، له هند سره نږدې اړيكې ښې بولي، خو د پاكستان حساسيت ته يې هم پام دى او وايي: (( د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاكستان او ايران زموږ سره مغرضانه سياست كوي، موږ له هند سره اړيكو ته ضرورت لرو، زما له نظره دې هېواد سره اړيكې ټينګول مناسب دي، خو اوس به پاكستان خپلې لاسوهنې لا زياتې كړي.))
خو د ولسي جرګې غړى صادقي زاده نيلي بيا د پاكستان او نورو ګاونډيانو د حساسيتونو د مخنيوي لپاره له حكومته غواړي چې د اړيكو د پراختيا په لړ كې د هېوادونو تر منځ انډول ته پاملرنه وكړي، نوموړى وايي: (( له هندوستان سره د ښو اړيكو پراختیا كېداى شي چې د افغانستان لپاره ګټور پريوځي، خو د افغانستان- پاكستان او افغانستان – هندوستان ترمنځ په اړيكو كې بايد يوه معادله وجود ولري. كه نه نو پاكستان به افغانستان ته له زيان رسولو لاس وانخلي.))
بلخوا د پوځي چارو كارپوه نورالحق علومي له هندوستان سره د پوځي او اقتصادي هوكړه ليكونو لاسليك د پاكستان په ګډون د هيڅ هېواد ته په زيان نه بولي، لیکن په وينا يې كه پاكستان يې مخالفت وكړي، دا مهمه نه ده ځكه دا هېواد له ډېرې مودې په افغانستان كې د شر اچولو هڅې كوي: ((موږ له امنيتي لحاظه ډېرې اړتياوې لرو او هر هېواد چې له موږ سره صادقانه مرسته كوي، هغه ښه ده.))
علومي د هندي استادانو لخوا د افغان نظاميانو له روزنې سره هم موافق برېښي او وايي: (( زموږ ۶۰۰ تنه نظاميان كه په كال كې هلته زده كړې وكړي، نو بايد مخالفت يې ونه كړو، پاكستان ته خو دا يو هم د منلو وړ نه دي، پاكستان له هر ډول امتياز وركولو وروسته هم د افغانستان دښمن دى.))
هېره دې نه وي چې هند په سيمه كې د افغانستان تر ټولو مرستندويه هېواد دى او په تېرو كلونو كې د ۱۳۰۰ مليونه ډالره مرستې تر څنګه يې څه موده وړاندې له افغان حكومت سره د كانونو هوكړه ليكونه، دغه راز يې د تېر لمريز كال د تلې په مياشت كې ستراتېژيك سند هم لاسليك كړ.
خو د افغانستان ګاونډی پاکستان د هند له دغومره مرستو اندېښمن دی او له همدې کبله په کابل کې د هند پر سفارت دوه ځلي بریدونه شوي چې هر وار يې پړه د پاكستان پر غاړه اچول شوې ده.
پاکستان وايي، هند په افغانستان کې ګڼو قونسلګریو ته اړتیا نه لري او له دې قونسلګریو د پاکستان د کټو پرضد کار اخستل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

