ads

اسراييلي بريدونو پرون لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل

چارواکي وايي، چې د اسراييلو په هوايي بريد کې لږ تر لږه د يوې کورنۍ لس کسان وژل شوي دي. دغه کسان د حماس د يو چارواکي په کور کې وو، چې بريد پرې وشو. چارواکي وايي، چې د اسراييلو په هوايي بريد کې لږ تر لږه د يوې کورنۍ لس کسان وژل شوي دي. […]

نویسنده: TKG
29 لړم 1391
اسراييلي بريدونو پرون لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل

چارواکي وايي، چې د اسراييلو په هوايي بريد کې لږ تر لږه د يوې کورنۍ لس کسان وژل شوي دي. دغه کسان د حماس د يو چارواکي په کور کې وو، چې بريد پرې وشو.

چارواکي وايي، چې د اسراييلو په هوايي بريد کې لږ تر لږه د يوې کورنۍ لس کسان وژل شوي دي.

دغه کسان د حماس د يوه چارواکي په کور کې وو، چې بريد پرې وشو.

د رپوټونو له مخې تېره ورځ، چې پر غزې د اسراييلو د هوايي او له سمندره بريدونو پنځمه ورځ وه، په ترڅ كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان په کې وژل شوي دي.

دا له هغه راهيسې، چې د اسراييلو بريدونو پيل شوي، د مرګ ژوبلې او تاوتريخوالي تر ټولو ډکه ورځ وه.

له تېرې چهارشنبې راهيسې پر غزې اسراييلي بريدونو ۷۲ فلسطينيان وژلي او شاوخوا ۷۰۰ ټپيان كړي دي.

له غزې پر اسراييلو د توغول شويو توغنديو په پايله کې درې اسراييليان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون ويلي، چې دى به فلسطين او اسراييل ته سفر وكړي.

د سفر هدف يې په غزه کې د اسرائيل او حماس وسله والو ترمنځ د يوه لنډ مهالي اوربند د ټينګولو له هڅو ملاتړ ښوول شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA