ads

باربارا لي له وخت مخکې د ځواکونو د ايستلو غوښتنه وکړه

يوې امريکايي سناتورې د افغان جګړې د ژر پاى ته رسولو او له افغانستان څخه تر ټاکلي مهالوېش مخکې د امريکايي سرتېرو د ايستلو غوښتنه کړې ده.امريکايي سناتورې باربارا لي دغه غوښتنه پرون د دغه هېواد په سنا مجلس کې د خبرو پر مهال کړې ده. يوې امريکايي سناتورې د افغان جګړې د ژر پاى […]

نویسنده: TKG
28 لړم 1391
باربارا لي له وخت مخکې د ځواکونو د ايستلو غوښتنه وکړه

يوې امريکايي سناتورې د افغان جګړې د ژر پاى ته رسولو او له افغانستان څخه تر ټاکلي مهالوېش مخکې د امريکايي سرتېرو د ايستلو غوښتنه کړې ده.
امريکايي سناتورې باربارا لي دغه غوښتنه پرون د دغه هېواد په سنا مجلس کې د خبرو پر مهال کړې ده.

نوموړې د سنا مجلس له نورو سناتورانو وغوښتل، چې له دې سره يو ځاى دې جمهوررئيس بارک اوباما ته يو ليک واستوي، چې په کې له افغانستان څخه تر ټاکلي مهالوېش مخکې د امريکايي سرتېرو د ايستلو غوښتنه وشي.

د هغې په وينا، کوم لګښت، چې په افغانستان کې کېږي، همدغه لګښت دې په هېواد کې د خلکو لپاره د کار په پيدا کولو او په پراختيايي کارونو کې وشي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ټاکل شوې چې د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه پورې ټول جنګي امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو تر ياد کال وروسته چې څومره امريکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتې شي، په دې اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنيتي سند کې پرېکړه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA