ads

له ۲۰۱۴ وروسته مناس اډه په ملکي هوايي مرکز بدلېږي

په امريکا کې د قرغزستان سفير مختار جماليف وايي، چې د مناس اډه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له يوه پوځي مرکز څخه په ملکي هوايي مرکز بدله شي. نوموړي تېره ورځ وويل، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به دا تغير عملي شي.     په امريکا […]

نویسنده: TKG
27 لړم 1391
له ۲۰۱۴ وروسته مناس اډه په ملکي هوايي مرکز بدلېږي

په امريکا کې د قرغزستان سفير مختار جماليف وايي، چې د مناس اډه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له يوه پوځي مرکز څخه په ملکي هوايي مرکز بدله شي. نوموړي تېره ورځ وويل، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به دا تغير عملي شي.

 

 

په امريکا کې د قرغزستان سفير مختار جماليف وايي، چې د مناس اډه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له يوه پوځي مرکز څخه په ملکي هوايي مرکز بدله شي.

نوموړي تېره ورځ وويل، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به دا تغير عملي شي.

ناټو اوسمهال بشکيک ته نږدې د مناس له هوايي اډې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ملکي وسايلو د لېږدولو لپاره کار اخلي.

د امريکا لپاره د قرغزستان سفير مختار جماليف، پدې اړه له څرګندونو ډډه وکړه، چې له افغانستانه د ځواکونوتر وتلو وروسته به امريکايي مامورين په مناس کې پاتې شي.

بشکيک هرکال د دې اډې د کرايې لپاره شپېته ميليونه ډالر اخلي او همدارنګه د ۲ او ۳  سوو ميليونو ډالرو  ترمنځ د ماليې او نورو مصارفو په نوم ترلاسه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA