په نوي ډيلي کې د هند له لومړي وزير من موهن سينگ سره د لېدو پر وخت تېره ورځ جمهوررئيس حامد کرزي يو ځل بيا يادونه وکړه، چې د دۀ هېواد بهرنۍ پانگونې ته چمتو دى.
په نوي ډيلي کې د هند له لومړي وزير من موهن سينگ سره د لېدو پر وخت تېره ورځ جمهوررئيس حامد کرزي يو ځل بيا يادونه وکړه، چې د دۀ هېواد بهرنۍ پانگونې ته چمتو دى.
جمهوررئيس حامد کرزي په نوي ډيلي کې له خپل کوربه من موهن سينګ سره ګډ خبري کنفرانس ته وويل، د هندۍ پانګونې لا نورې پراخېدو ته سترګې پر لار دى او هېواد يې د خپل راتلونکي په اړه لا ډېر باوري دى.
د هند لومړي وزير من موهن سينګ بيا په خپلو خبرو کې پر پرتو ننګونو د افغانانو برياليتوب لپاره د نړيوال ملاتړ او همکارۍ يادونه وکړه.
د شنبې او يکشنبې په ورځو له هندي سوداگرو سره د ليدو پر وخت جمهوررئيس کرزي ژمنه وکړه، چې افغانستان به هندي پانگوالو ته په سرو غاليو هرکلى ووايي.
نوي ډيلي له افغانستان سره خپلو مرستو کې د ۲ مليارد ډالرو ژمنه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

