پاکستاني چارواكي وايي، د دې هېواد په نا ارامه بلوچستان ايالت کې پرون يوه وسله وال درې تنه په ډزو ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل. چارواکو ويلي، دا پېښه له کوټې څخه ۷۰ کيلومټره جنوب ختيځ ته په مچ ښارګوټي کې هغه مهال وشوه، کله چې پر موټر سايکل سپور يوه وسله وال د
پاکستاني چارواكي وايي، د دې هېواد په نا ارامه بلوچستان ايالت کې پرون يوه وسله وال درې تنه په ډزو ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
چارواکو ويلي، دا پېښه له کوټې څخه ۷۰ کيلومټره جنوب ختيځ ته په مچ ښارګوټي کې هغه مهال وشوه، کله چې پر موټر سايکل سپور يوه وسله وال د سبزيو په دوو دکانونو ډزې وکړې.
بلوچستان په دې وروستيو کې د فرقه يي تاوتريخوالي، سخت دريځو وسله والو د فعاليت او د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د تاوتريخوالي شاهد دى.
په تيره سپټمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې سازمان وويل، چې يوازې د سږني ميلادي کال له پيل راهيسې تر اوسه پورې د بلوچستان په فرقه يي تاوتريخوالي کې شاوخوا سل تنه شيعه مذهبي وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

